د لاسرسي ځای

تازه خبر

بان کي مون ولسمشر اشرف غني ته مبارکي ورکړه


د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي بان کي - مون
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي بان کي - مون

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي بان کي مون د سېشنبې بېګا د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي ته په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته پر ټاکلېدلو مبارکي وویله او ډاډ یې ورکړ چې سازمان به یې له افغانستان سره خپلې مرستې او همکارۍ ته د تېر په څېر دوام ورکوي.

همدا راز بانکي مون ورته ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان نوی ځانګړی استازی به د سږني زېږدي کال تر پایه کابل ته واستول شي.

ولسمشر احمدزي د جمهوري ریاست د دوهم پړاو انتخاباتو رای پلټنو او په دغه پروسه کې د شفافیت د رامنځته کولو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان همکاري وستایله او مننه یې ترې وکړه.

ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي هیله وښوده چې د ملګرو ملتونو سازمان نوی ځانګړی استازی به د افغانستان لپاره د یاد سازمان ټول پروګرامونه د افغانستان له دولت سره په بشپړه همغږۍ تنظیم کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG