د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: لس نور ماشومان ګوزڼ وهلي


په پاکستان کې د روغتیا د ادارې چارواکو د دوشنبې پر ورځ خبر ورکړ چې لس نور ماشومان د ګوزڼ په رنځ اخته شوي چې ورسره په دغه هیواد کې د ګوزڼ ځپلو ماشومانو شمیره ۱۸۴ ته پورته شوه.

د وزیر اعظم د ګوزڼ د څارلو اداره وايي: په دغو نویو لسو پېښو کې شپږ په قبایلي سیمو دوه په خیبر پښتونخوا او دوه په کراچۍ کې مخې ته راغلي دي.

د رسمي شمیرو تر مخه د تېرو دوو کلونو په پرتله په روان کال کې زیات ماشومان د پولیو په رنځ اخته شوي دي. په ۲۰۱۲ م کال کې دا شمیره ۵۸ او په ۲۰۱۳ م کال کې دا شمیره ۹۳ وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG