د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوي افغان ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم په تصویرونو کې

د افغانستان نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي د خپلې وفادارۍ لوړې کولو پر مهال په وینا کې ژمنه وکړه، چې د اسلام د مبارک دین په رڼا کې به خلکو ته خدمت کوي او ټولو قوانینو ته په احترام به د هېواد خپلواکي ساتي. د افغانستان نوي ولسمشر پر وسله والو طالبانو او حزب اسلامي ږغ وکړ چې خبرو اترو ته حاظر شي. د ولسمشر په توګه په خپله لومړنۍ وینا کې هغه وویل، چې د ګاونډیو هېوادنو په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي او له هغوی سره ښې اړیکې غواړي، او له هغوی یې هم دا هیله ده چې په افغانستان کې لاسوهنه ونکړي

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG