د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني د وفادارۍ سوګند وکړ


د افغانستان نوی ولسمشر اشرف غني د افغانستان قاضي القضاء عبدالسلام اعظمي پر وړاندې لوړه کوي
د افغانستان نوی ولسمشر اشرف غني د افغانستان قاضي القضاء عبدالسلام اعظمي پر وړاندې لوړه کوي

ولسمشر اشرف غني احمدزي له اجرایوي رییس عبدالله عبدالله او یو شمېر حکومتي سلاکارانو څخه هم سوګند واخیست.

د افغانستان نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي د خپلې وفادارۍ لوړې کولو پر مهال په وینا کې ژمنه وکړه، چې د اسلام د مبارک دین په رڼا کې به خلکو ته خدمت کوي او ټولو قوانینو ته په احترام به د هېواد خپلواکي ساتي.

د افغانستان نوي ولسمشر پر وسله والو طالبانو او حزب اسلامي ږغ وکړ چې خبرو اترو ته حاظر شي.

د ولسمشر په توګه په خپله لومړنۍ وینا کې هغه وویل، چې د ګاونډیو هېوادنو په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي او له هغوی سره ښې اړیکې غواړي، او له هغوی یې هم دا هیله ده چې په افغانستان کې لاسوهنه ونکړي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي وویل چې افغانان نور له جګړې ستړي دي او سوله غواړي.

د ملي وحدت حکومت اجراییوي رییس عبدالله عبدالله او د هغه دوه مرستیالانو د منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي پر وړاندې لوړه وکړه.
د ملي وحدت حکومت اجراییوي رییس عبدالله عبدالله او د هغه دوه مرستیالانو د منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي پر وړاندې لوړه وکړه.

ولسمشر اشرف غني احمدزي له اجرایوي رییس عبدالله عبدالله او یو شمېر حکومتي سلاکارانو څخه هم سوګند واخیست.

اشرف غني احمدزي هغه سند لاسلیک کړ؛ چې له مخې یې عبدالله عبدالله د راتلونکي حکومت اجرایي رییس او محمد محقیق او انجینر محمد خان یې مرستیالان دي.

د دې سند له مخې احمد ضیا مسعود هم د ولسمشر جګپوړي سلاکار په توګه وټاکل شو.

اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي غونډې ته په خپله وینا کې وویل، ویاړ لري، چې په سوله ییزه توګه واک نوي ولسمشر ته سپاري.

په ارګ کې جوړ شوو دې مراسمو کې د یو شمېر نړۍوالو مشرانو تر څنګ د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن ، د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی او د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو هم ګډون درلود.

XS
SM
MD
LG