د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې ډرون برید کې درې وسله وال وژل شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

د اتوار په ورځ په قبایلي سیمه جنوبي وزيرستان کې په يو ډرون بريد کې درې وسله وال وژل شوي. يو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وويل چې دا بريد ماسپښين مهال په شين ورسک سيمه کې شوی او يو وسله وال پکې زخمي شوی هم دی.

پاکستان وخت په وخت امریکې ته د ډرون بریدونو په تړاو غبرګون ښکاره کړی خو امریکې په دغو بریدونو کې وقفه راوستې خو په مکله توګه یې ودرولي نه دي.

د ډرون بریدونو په ترڅ کې پاکستاني طالبانو خپل ډیر مهم قوماندانان له لاسه ورکړي چې ورکې د بیت الله محسود او حکیم الله محسود نومونه د یادولو وړ دي.

د يو بل خبر ترمخه د باجوړ ايجنسۍ پوليټيکل انتظاميه وايي چې تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې د اتوار په ورځ د سالارزو امن لښکر يو مشر ملک ګل اکبر خان وژلی. تحريک طالبان پاکستان د دې بريد زمه واري منلې خو د هنګو د پېښې په اړه لا تر دې دمه چا څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG