د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو : اتمانزي قبایل وايي حکومت دې کډوال بیرته شمالي وزیرستان ته واستوي


قبایلي مشران په یوه جرګه کې
قبایلي مشران په یوه جرګه کې

د شمالي وزيرستان د اتمانزو قبايلو مشرانو په بنو کې د یوې جرګې له لارې، له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د پوځ لخوا خوندي ګرځول شویو قبایلي سیمو ته دې بې ځایه شوې کورنۍ بیرته واستول شي.

د شمالي وزیرستان په لسګونه مشران چې په بنو کې سره راټول شوي وو ، د خبرو پرمهال یې وویل چې دوی د ډيرو ستونزو سره مخ دي او د دوی مسئلې ورځ تر بلې زياتيږي. د جرګې يو غړي ملک دراز پرون مشال راډيو ته وويل:

(( د اتمانزۍ قبایل داوړ او وزیر مو دلته جرګې ته راغوښتي وو. موږ په دې جرګه کې اعلان وکړو چې د وزیرستان د ستونزو د هوارولو لپاره یوه کړنلاره جوړه کړو. ځکه چې د جنګ له امله د اغیزمنو شویو کسانو ستونزې مخ په زیاتیدو دي. ددې جرګې دویم مقصد داو چې وزیرستان ته کډوال بیرته په عزت سره ستانه شي. زموږ د حکومت نه غوښتنه ده چې په سیمه کې دې تعلیمي سرګرمیانې هم بحالې کړي. ))

د جرګې ګډونوالو شکايت وکړو چې د ماشومانو تعليم متاثر شوی، نو بايد حکومت په دي لړ کې ګامونه پورته کړي او دا ستونزې دې هوارې کړي.

د تیر جون راهیسې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ( ضرب عضب ) په نوم عملیات پیل کړي او ادعا کوي چې تراوسه یې د شمالي وزیرستان اکثرې برخې د وسله والو نه تصفیه کړې دي. پوځ همدارنګه په دې جنګ کې د خپلو سلو سرتیرو په تاوان د زرو نه د زیاتو وسله والو د وژلو ادعا هم کوي.

XS
SM
MD
LG