د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې څلور وسله وال ووژل شول


د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک نن (شنبه) مشال راډيو ته وويل:پرون له غرمې وروسته د الینګار ولسوالۍ اړوند د سنګردرې په بابا سيمه کې د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې د دولت د مخالفو ولسوالو مشهور قوماندان زرقاوي په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

سرحدي ځواک زیاتوي چې زرقاوي د وسله والو مخالفينو د پينځلس کسيز ګروپ مشري کوله چې د مرکز او الینګار ولسوالۍ اړوند يو شمير لرې پرتو سيمو کې يې تروريستي بريدونو او ورانکاريو کې لاس لرلو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG