د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د صفت غیور قاتلان مو ووژل'


په باړه کې وژل شوو وسله والو پېښور کې ترهه ګري کوله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:52 0:00

په باړه کې وژل شوو وسله والو پېښور کې ترهه ګري کوله

په باړه کې د وژل شوو څلور وسله والو کمانډارانو مړي اوس هم د امنيتي ځواکونو په قبضه کې دي او ډير زر به يې د هغوی خپلو کورنیو ته وسپاري.

د خېبر اېجنسۍ پوليټیکل ايجنټ شهاب علي شاه نن پي اې هاوس کې د يو خبري کانفرنس پر مهال وويل، چې د اګست پر ۱۴ مه نېټه امنيتي ځواکونو د خېبر اېجنسۍ په باړه تحصيل کې څلور وسله وال کمانډران وژلي ول چې اوس يې د ډي اېن اې ټېسټ له لارې تصديق وشو. د نوموړي په خبره هغوی په پېښور او شاوخوا سيمو کې د وسله والو فعاليتونو په ۶۸ مقدمو کې حکومت ته مطلوب ول.

"ورځ نيمه وړاندې د تر لاسه شوې ډي اېن اې ټېسټ رپورټ له مخې وژل شوي کسان وسله وال کمانډران ول چې پکې د تحريک طالبان پاکستان طارق ګروپ کمانډر جنګرېز، کمانډر شاهدالله، کمانډر شاهد بلاګی او د لشکر اسلام کمانډر رائيد شامل دي. دا وسله وال په پيښور او شاوخوا سيمو کې د عام ولس وژنو په ۱۶، پر امنيتي ځواکونو باندې په ۲۱ بريدونو او د ترهه ګرۍ په ۳۱ غټو پېښو کې حکومت ته مطلوب ول"

نوموړي دا هم وويل چې د وژل شوو وسله والو مړي اوس هم د امنيتي ځواکونو په قبضه کې دي او ډير زر به يې د هغوی خپلو کورنیو ته وسپاري.

"دا وسله وال چې په کومو غټو پيښو کې ککړ ول په هغوی کې د اېف سي کمانډېنټ صفت غيور باندې ځانمرګی بريد، پيښور ال سېنټس چرچ کې ځانمرګی بريد، مينه بازار کې چاودنې، د پاکستان هوايي ځواکونو پر بس چاودنه، د اېس اېس پي خورشيد وژنه، پر سپينه تاڼه بريد، پر پي ای اې الوتکه ډزې، په ماشو خېلو کې د امن کميټۍ غړو وژنه، پر شمع سينيما او پکچر هاوس بمي بريدونه، پر کابلۍ تاڼې چاودنه، د پاکستان پوځ مېجر جهانزيب وژنه، د پېښور پر ضلعي عدالت بريد او د صوبايي اسمبلۍ غړو استوګنځي « اېم پي اې هاسټل« سره نزدې بمي چاودنو سره سره دا وسله وال او د دوی ډلې د کلنګ اخیستنې، هدفي وژنو او پر امنيتي ځواکونو د بريدونو په ګڼو پېښو کې ککړ ول"

د خېبر اېجنسۍ پوليټکل ايجنټ دا هم وويل، چې د وژل شوو وسله والو د هر یوه د سر قيمت يو کروړ ۴۰ لاکه روپۍ وې چې هغه به د دوی په وژنه کې مرسته کونکو کسانو ته ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG