د لاسرسي ځای

تازه خبر

" افغانستان نه پرېږدم"


تلونکی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، د خپلې دندې تر پای وروسته په افغانستان کې پاتې کېږي.د ولسمشر له دفتره په پو خپور شوي بیان کې ویل شوي، کرزي د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو له مشرانو سره د مخه ښې په غونډه کې وویل، پوځ او امنیتي ادارې دې له راتلونکي حکومت سره په ګډه کار وکړي.

د غونډې پر مهال د دفاع وزیر بسم الله محمدي کرزی په تېرو ۱۳ کلونو کې د ملي اردو بنسټ ایښودونکی وباله. ټاکل شوې ده چې کرزی به د دوشنبې یا ګل پر ورځ رسماً خپله دنده نوي افغان ولسمشر اشرف غني ته وسپاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG