د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان په دته خېلو کې ډرون برید ۱۱ تنه مشکو وسله وال وژلي


د مشال راډيو خبریال وايي، برید د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې رامنځ ته شوی دی. په دغه سیمه وړاندې هم د ډرون الوتکو ګڼ بریدونه ترسره شوي دي

په شمالي وزیرستان کې ډرون الوتکې ۱۱ تنه مشکوک وسله وال وژلي دي. د پاکستان استخباراتي چارواکو د مشال راډيو خبریال ته وویل، چې د ډرون الوتکې برید نن د چارشنبې سهار شوی دی. د هغه په خبره چې په برید کې نهه تنه ازبک او دوه تنه ځايي وسله وال وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د جون پر پنځلسمه نېټه د پاکستان پوځ د وسله والو پر ضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي، چې له کبله یې له سیمې تر یو میلیون زیات وګړي بې کوره کړل شوي دي. د کډوالو لویه برخه د پښتونخوا په بنو او نورو سیمو کې اړولي او لسګونه زره وزیرستاني کډوال بیا د افغانستان خوست ته کډه شوي دي.

له وزیرستانه بې کوره کړل شوي کډوال له مشال راډيو سره بیا بیا د خپلو ستونزو او کړاونو شکایت کوي. دوی غوښتنه کوي چې د پاکستان پوځ دې عملیات ژرترژره راغونډ کړي چې هغوی خپلو سیمو ته له امن او سولې سره ستانه شي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې د تحریک طالبان ګڼ وسله وال وژلي او د هغوی جنګي صلاحیتونه او مرکزونه یې له منځه وړي دي. خو له سیمې خپلواکو خبري سرچینې د دغه پوځي پرمختګونو پخلی نه دی کړی.

په پاکستان کې د دفاعي چارو شنونکي او څېړونکي بیا اندېښنه ښيي چې په شمالي وزیرستان کې د روانو پوځي عملیاتو په غبرګون کې وسله وال طالبان اوس ورو ورو د پاکستان د نورو برخو په ګډون په پښتونخوا کې خپل بریدونه کوي. چې وروستۍ بېلګه یې د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د فرنټیېر کور پر کاروان د تېرې سېشنبې «سیپټېمبر ۲۳مه» د وسله والو ځانمرګی موټر برید دی چې پکې د امنتي عسکرو په ګډون پنځه تنه ووژل شول او تر لسو زیات ژوبل شول.

د پاکستان سياسي او دفاعي چارو ځينې کارپوهان په دې باور دي؛ چې د خېبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په ګډون د دې ايالت يو شمېر سيمو کې وروستي ترورېستي بريدونه د وزيرستان د پوځي عملياتو عکس العمل دى او وسله وال غواړي له دې لارې خپل شتون ثابت کړي.

د پوځي او دفاعي چارو کارپوه متقاعد "بريګيډير سيد نذير مومند" د ازادۍ راډيو له خبریال ذبيح شفق سره په خبرو کې وويل؛ که څه هم وسله وال له خپله مخکیني زوره وتلي دي خو په وروستۍ حمله هغوی خپل شتون ښودل غواړي:

"عام طور باندې زموږه ميډيا او نور چې کوم سرکاري ادارې دي؛ هغوى دا خبره په ډېر يقين سره کوله، چې ضرب عضب اپرېشن په ډېر زيات کامياب دى او بل د هغې چې کوم اثر او وروسته څپېړه وه؛ هغه ډېره کمزورې شوې ده او وسله وال هغسې وار نشي کولاى.

نو راته ښکاري، چې د هغې په ځواب کې دوى خپل ځان ښودلو دپاره او بل په خلکو کې دا خبره بيا منځ ته راوستلو دپاره، چې موږ په ځاى موجود يو او داسې کاروايانې کولاى شو؛ د هغې لپاره يې يو داسې هدف د ښار په مېنځ کې په حساسې سيمې کې وټاکه.

نو ښکاري داسې چې نوې صف بندي کېږي او د صف بندۍ دپاره نوې لارې ټاکلې کېږي او نوي طريقې او ټارګټ د هغې لپاره حاصلېږي."

مومند زياتوي، چې وسله وال طالبان ښايي په راتلونکي کې دا ډول بريدونه لا ډېر او په يو نه يو ډول حکومت او پوځ ته ستونزې رامنځته کړي.

پاکستانى پوځ ادعا کوي، چې تر دې دمه يې په دې عملياتو کې په سيمه کې مېشتو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې؛ د کورنيو او بهرنيو وسله والو په ګډون يې تر ١٠٠٠ ډېر وسله وال وژلي او د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه يې له منځه وړي دي.

خو سيد نذير مومند بيا وايي، چې په شمالي وزيرستان کې د پوځ د ادعاوو په اړه څه ويل تر وخت مخکې ده او د دې عملياتو حقيقت به هله جوت شي؛ چې په سيمه کې عمليات پاى ته ورسېږي او بې کوره شوي خلک خپلو سيمو ته ستانه شي.

XS
SM
MD
LG