د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ۳۳ تنه وسله وال وژل شوي


د ننګرهار امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقيوال د چارشنبې په سهار مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:د تيرو دوه ورځو راهيسې چې د ننګرهار دور بابا ولسوالۍ کې چې د ګډو افغان امنيتي ځواکونو له لورې چاڼيز عمليات پيل شوي، تر اوسه پورې دوام لري چې ۲۵ تنه وسله وال طالبان په کې وژل شوي او ګڼ شمير يې ټپیان شوي هم دي.


د مشرقيوال په خبره په عملياتو کې يو تن پوليس هم وژل شوی او يو تن يې ټپي شوی دی.

مشرقيوال وړاندې وايي چې د سیشنبې پر ورځ شاو خوا دوه بجي د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ اړوند د مرکيخيلو په سيمه کې د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې اته تنه وسله وال وژل شوي او درې تنه نور يې ټپیان کړي دي

وسله والو طالبانو د يادو پيښو په اړه تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG