د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار: د موټروې پر کارکوونکو برید، یو مړه او بل ژوبل


په مومند ايجنسۍ کې د جماعت ال احرار په نامه وسله والې ډلې وياند احسان الله احسان له ناڅرګنده ځایه مشال راډيو ته په ټیلیفوني خبرو کې پر موټروې کارکونکو د بريد پړه پر غاړه اخيستې

د موټروې پوليس چارواکي وايي، بېګا شپه خواوشا یوه بجه وسله والو د نوښار او چارسدې تر مينځه د موټروې پر دوو کارکوونکو باندې په ډزو کې یو وزل یاو بل سخت ژوبل دی.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د موټروې وياند محمد زبير وويل چې په نښه شوې کارکونکي مستريان ول چې د موټر وې په ګرځنده مستريخانه کې يې خپله ډيوټي تر سره کوله. دی زیاتوي چې مړ او وژل شوی تن د موټروې پوليس مستقل کارکونکي نه ول بلکې له یوې شخصي ادارې سره یې کار کولو.

په پيښه کې ژوبل کس د پيښور ليډي ریډینګ روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

په مومند ايجنسۍ کې د جماعت ال احرار په نامه وسله والې ډلې وياند احسان الله احسان له ناڅرګنده ځایه مشال راډيو ته په ټیلیفوني خبرو کې پر موټروې کارکونکو د بريد پړه پر غاړه اخيستې او وايي، چې پر موټروې پوليس یې برید ځکه کړی چې هغوی څه موده وړاندې د دوی ځینې ملګري نیولي ول.

XS
SM
MD
LG