د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ای اېس ای نوی مشر


لېفټینېنټ جنرل رضوان اختر د ای اېس ای نوی مشر
لېفټینېنټ جنرل رضوان اختر د ای اېس ای نوی مشر

د پاکستان حکومت لېفټینېنټ جنرل رضوان اختر د د ليفټننټ جنرل ظهیرالاسلام پر ځاید جاسوسي ادارې ای اېس ای نوی مشر وټاکلی.

د بریتانیا ګارډين ورځپاڼه ليکې چې لېفټینېنت جنرل رضوان اختر د ای اېس ای تر مشر جوړيدو له مخه په کراچۍ کې د رينجرو مشر وو.

جنرال رضوان اختر په دوه زره نهم کال کې په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو طالبانو پر ضد د پوځي عملياتو مشري هم کړې ده.

ورځپاڼه ليکې، ر ضوان اختر د پاکستان پوځ د مشر جنرال راحيل شريف چې له وزير اعظم نواز شريف سره ښه اړيکې لري، نږدې ملګری دی.

ګارډين پر مخ کاږي چې له رضوان اختر پرته څلور نورو پوځي افسران هم د جنرالۍ عهدو ته لوړ شول چې له دې سره هغه پخواني افسران رخصت شول چې د پوځ پخواني مشر جنرال اشفاق پروېز کېاني په دور کې يې دندي تر سره کولې.

ورځپاڼه پر مخ ليکې چې د رضوان اختر د ای اېس ای مشر له جوړيدو سره به ښايې اوس د وزيراعظم نوازشريف په مشري ټاکل شوی حکومت د اطمينان ساه واخلي چې داسي فکرکېدلی چې د ای اېس ای پخوانی مشر ليفټننټ جنرل ظهير الا سلام د تحريک انصاف او عوامي تحريک تر احتجاج شاته لاس درلودلی.

رپورټ زياتوي، ځينې کارپوهان باور لري چې په پوځ کې اوسني بدلونه به وزيراعظم نواز شريف ته دا موقع په لاس ورکړي چې پر پوځ خپلې منګولې ټينګې کړي.

د سياسي چارو کارپوه طلعت حسين ګارډين ورځپاڼي ته ويلي، نواز شريف اوس نور د کمپنۍ د هغ مشر په شان نه دی چې شاوخوا يې زورور انتظامي کسان ناست وي بلکې، د هغه په وينا اوس به د ملي ګټو د ترلاسه کولو په هڅو کې د پوځ او ولسي حکومت ترمنځ شته فاصله راکمه شي.

ګارډين په خپل رپورټ کې وايي، چې د جاسوسي ادارې ای اېس ای مشر د پاکستان يو له ډېرو زورور کسانو وي.

د ورځپاڼي په وينا پر ای اېس ای دا تور لګېږي چې په افغانستان او هند کې د جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي او د دې ترڅنګ د پاکستان په دننه سياسي چارو کې هم ګوتې وهي.

XS
SM
MD
LG