د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان نښته کې یو افغان سرباز او یو طالب وژل شوی


د افغانستان د لغمان ولايت چارواکي وايي چې په یو وسله واله نښته کې یو پولیس او یو طالب وسله وال وژل شوي دي.

د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک نن مشال راډيو وویل چې تیره شپه د درو بجو په شا وخوا کې د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د اسلام اباد په سیمه کې د مخالفو وسلوالو یوې ډلې د سیمه ییزو پولیسو په یوې پوسته برید کړی چې يو تن سيمه ييز پوليس په کې وژل شوی او د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو وسله وال هم وژل شوی چې د وزیرستان وو.

د پيښې په اړه تر دې دمه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG