رپوټونه وايي چې دا درې عسکر د امريکا په شمال ختيځ کې په کېپ کوډ نومي پوځي اډه کې په پوځي روزنه بوخت ول.
د دې پوځي اډې چارواکي وايي، چې دا افغان سرتېرې د سپټمبر له شلمې راهیسې ورک دي.
د امریکا پوځي چارواکي له ځايي پولیسو او حکومتي چارواکو سره په ګډه د دې افغان سرتېرو د موندلو هڅه کوي.
د سيمه ييزې همکارۍ روزنه د همکارۍ د پياوړتيا په هدف له ٢٠٠٤م کال راهيسې هرکال ترسره کېږي.
په دې روزنه کې د شپږو هېوادونو شا و خوا ٢٠٠ ګډونوال برخه لري. په دې ډله کې تر لسو زيات افغان سرتېري هم شامل دي.