د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د نواز شریف تر استعفا به احتجاج روان وي'


د سیاسي چارو کارپوهه اجمل خټک کشر وایي که څه هم د عمران خان په دې جلسه کې په زرګونو خلکو ګډون کړې و، خو د تحریک انصاف د ټاکنو څخه د مخکنیو جلسو په پرتله دا جلسه وړه وه.

په کراچۍ ښار کې د اتوار په ورځ د پاکستان تحریک انصاف لخوا د ځه نوازه ځه «ګو نواز ګو» تر سرلیک لاندې جلسه وشوه چې پکې د دغه ګوند په زرګونو غړو برخه لرله.

د کراچۍ جناح مزار سره نزدې دغې جلسې ته په وینا د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وویل د لومړي وزیر نوازشریف ته استعفا به په اسلام اباد کې احتجاجي ناستې دوام لري، د دې ترڅنګ نوموړي په لاهور او نورو ښارونو کې د کراچۍ په څېر د جلسو اعلان هم وکړو

«زه کراچۍ ته ددې لپاره راغلی یم چې نوی پاکستان جوړ کړو، د کراچۍ څخه د قلنګونو او بدامنۍ رواج ختم کړم، د دې ملک خلک نور ظلم نه زغمي او د ظلم به ضد یو دي، دلته د ځنګل قانون دی، او موږ د مظلومه خلکو د دې ظلم څخه د ویستلو لپاره کراچۍ ته راغلي یو»

عمران خان زیاته کړه د پاکستان په تېرځل ټاکنو کې د ټګۍ تورونه تکرار کړل او زیاته یې کړه نوازشریف سخت وخت راروان دی او د دې څخه د خلاصۍ لپاره د هغه سره یوازینۍ لار دا ده چې هغه استعفا ورکړي .

جلسې ته د تحریک انصاف شاه محمود قریشي، نادر لغاري او نورو مشرانو هم ویناوې وکړې. جلسې ته له کراچۍ علاوه د داخلي سیند له بیلا بیلو ښارونو څخه د تحریک انصاف غړي ورغلی ول، د جلسې په ګډونوالو کې د نارینه ترڅنګ ګڼ شمیر ښځې او ماشومان هم شامل ول.

څیړونکي وایي یادې جلسې ته عمران ټولې هغه خبرې وکړې چې نوموړي تر دې مخکې څو څو ځله تکرار کړي دي. د سیاسي چارو کارپوهه اجمل خټک کشر وایي که څه هم د عمران خان په دې جلسه کې په زرګونو خلکو ګډون کړې و، خو د تحریک انصاف د ټاکنو څخه د مخکنیو جلسو په پرتله دا جلسه وړه وه.

«عمران خان کې چې په دې ورستیو کې د جمهوریت په ضد کوم کارونه کړي دي او یو تاثر دا هم دی چې هغه چې سهار کومه خبره وکړي ماښام ترې بېرته اوړي، خو د دې هر څه باوجود د دې جلسې نه دا ثابته شوه چې برګرکلاس خلکو کې د عمران خان مقبولیت د پخوا په شان قایم دی خو په مجموعي توګه په خلکو کې د هغه مقبولیت راغورځېدلی دی»

اجمل خټک کشر زیاته کړه، عمران خان د کراچۍ په څېر د دې جلسو له لارې له یوې خوا په حکومت فشار زیاتول غواړي او له بلې خوا نوموړې په دې توګه په اسلام اباد کې په احتجاجي ناسته کې د ګډونوالو حوصله اوچتول غواړي.

یاده دې وي په کراچۍ کې د تحریک انصاف ګوند لخوا د جلسې له اعلان وروسته د ایم کیو ایم ګوند مشر الطاف حسین کراچۍ ته د عمران د ورتګ هرکلی کړی و، او ویلي یې و چې عمران خان به په کراچۍ کې د دوی مېلمه وي.

یاده دې وي په اسلام اباد کې د تحریک انصاف لخوا د اګست د ۱۴ نیټې راهیسې د شورو شوې احتجاجي ناستې دا په پاکستان کې د تحریک انصاف لخوا دا لومړنۍ جلسه وه چې په کراچۍ کې ترسره شوه.

XS
SM
MD
LG