د لاسرسي ځای

تازه خبر

لویدیز ځوانان ولې اسلامي دولت ته اوړي؟


منیب شېخ د کاناډا په ټورېنټو ښار کې پیدا شوی. په ۱۹۹۵ کال م کې د نولسو کلونو وو چې له افغان طالبانو سره ملګری شو او د هغوی لپاره به یې په کاناډا کې ځوانان ګمارل.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما به راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو په غوڼده کې پر غړو هېوادونو او پتېره پر اسلامي هېوادونو ټینګار کوي چې خپل خلک دې په وسله والو ډلو کې له شاملېدلوراوګرځوي.

منیب شېخ نومې یو کاناډايي تن چې پخوا له طالبانو سره ملګریوو، دا مهال خپل هېواد ته ستون شوی او د ترهه ګرۍ مخنیوي په لړ کې له خپل حکومت سره همکاري کوي.

منیب شېخ د کاناډا په ټورېنټو ښار کې پیدا شوی. په ۱۹۹۵ کال م کې د نولسو کلونو وو چې له افغان طالبانو سره ملګری شو او د هغوی لپاره به یې په کاناډا کې ځوانان ګمارل.

خو په ۲۰۰۱ م کال په نیویارک د ترهه ګر بریدونو پس نوموړي د طالبانو ملګرتیا پرېښودله او خپل وطن ته ستون شو.

منیب شېخ په ۲۰۰۶ م کال کې د کاناډا له امنیتي ادارو سره د خفیه ایجنټ په توګه کار شورو کړو او د ترهه ګرۍ یو شمېر پېښې ناکامه کړې دي.

نوموړی د ترهه ګرۍ د چارو کارپوهه دی او دا مهال هم په دې برخه کې په بریتانیا کې د پي ایچ ډي اعلا تعلیم ترلاسه کوي. نوموړي د ډي پي اې خبري ایجنسۍ سره خبرې کړي.

ډي پي اې:- مسلمانان ځوانان ولې خپل هېوادنه پرېږدي او له وسله والو ډلو سره ملګري کېږي؟

منیب شېخ:- په دې کې دوه بنیادي خبرې دي یو سخت دریځه فکر/ او دویم د بېلا بېلو هېوادونو خارجه پالیسۍ/ چې زیاتره ځوانان ورته په جذباتي نظر ګوري. د ځوانانو سوچ ډېر کچه وي نو ځکه دغه جذبات پرې غالب شي او له وسله والو ډلو سره ملګري شي.

ډي پي اې:- زیاتره ځوانان د داعش اړخ ته ولې رجحان لري؟ یعنې اکثره مسلمانان ځوانان له مغربي هېوادونو شام ته د جګړې لپاره ولې ځي؟

منیب شېخ:- په اسلامي تعلیماتو کې داسې حوالې شته چې د دنیا اخري جنګونه به په شام کې کېږي او عیسي علیه سلام به هم په دغه هېواد کې راکوزېږي. نو که تاسو فکر وکړئ، د مغربي هېوادونو ځوانان د جهاد په نوم دومره ګڼ شمیر کې نه خو افغانستان ته تللي ول او نه عراق ته. چې دا اوس شام ته ځي.

ډي پي اې:- د مغربي نړۍ ځوانان د تشدد لیدو باوجود ولې له وسله والو سره ملګري کېږي؟

منیب شېخ:- په غربي هېوادونو کې ګڼ داسې مسلمانان ځوانان شته چې ښه تعلیم ونکړي او ښه نوکري ورته هم نه میلاوېږي نو اکثر په جرمونه کې ککړ شي او د نفسیاتي ناروغیو ښکار شي. بیا چې دغه ډول د تشدد موقع ورته په لاس ورشي نو هغوی پکې د سکون لټولو کوشش کوي.

ډي پي اې:- د اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې د ختمولو لپاره امریکا او اتحادي هېوادونو ته څه کول پکار دي؟

منیب شېخ:- پکار ده چې اسلامي ملکونه او د هغوي پوځونه د دې خلاف جنګ وکړي البته د نړۍ ستر قوتونه دې ورسره په استخباراتو، فضايي او سمندري برخو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG