د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبرایجنسۍ د برقمبرخېلو اوسېدونکي خپلو سیمو ته ځي


په خیبر کې د یو جرګې پخوانی عکس
په خیبر کې د یو جرګې پخوانی عکس

د خيبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب عباسي ويلي دي چې د خيبر ايجنسۍ د برقمبر خېلو د سيمې ۶۰۰۰ بې کوره کړل شوې کورنۍ به د سپټمبر له درویشتمې خپلو سیمو ته ستنېده پیل کړي.

پېښور: د خيبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب عباسي ويلي دي چې د خيبر ايجنسۍ د برقمبر خېلو د سيمې ۶۰۰۰ بې کوره کړل شوې کورنۍ به د سپټمبر له درویشتمې خپلو سیمو ته ستنېده پیل کړي.

د جمعې په ورځ ناوخته په پېښور کې له ګورنر هاوسه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي ، ً حکومت هڅه کوي چې په خيبر ايجنسۍ کې د پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوې کورنۍ ژر تر ژره خپلونو کورونو ته ولېږيً.

سردار مهتاب عباسي ویلي چې د خيبر ايجنسۍ کومې سيمې له وسله والو پاکې کړل شوې دي هلته په زرګونو کورنۍ له وړاندې رسيدلي دي.

خبرپاڼې د ګورنر عباسي له خولې زیاته کړې ، ً حکومت دې ته ژمن دی چې د قبايلي سيمو د پرمختګ او ولس ته د رسېدلو زیانونو د ازالې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړيً.

خیبر ایجسنۍ له قبایلي سیمو څخه یو داسې سیمه ده چې له تېرو څو کلونو راهسې پکې پاکستاني پوځ په وار وار د وسله والو پر ضد هدفي عملیات کړي خو لا هلته ناکراري لا هم دوام لري.

د خیبر پښتونخوا حکومت د خیبر ایجنسیۍ د کډوالو د ستنولو اعلان په داسې وخت کې کړی دی چې په عین حال کې په شمالي وزیرستان کې هم د پاکستاني پوځ عملیات دوام لري.

د روان کال د جون میاشتې پر پنځلسمه د پیل شوو دې عمیاتو له کبله تر اوسه شاوخوا لس لکه کسان پر دې مجبوره شوي دي چې له شمالي وزیرستانه ووځي.

د دې لس لکو کډوالو لویه برخه د خیبر پښتونخوا په ینو کې مېشت دي. د دې ترڅنګ شاوخوا یو لک کسان د ډیورنډ کرښې په هغه بله خوا کې پراته خوست ته تللي دي.

د شمالي وزیرستان یو شمېر کډوالو تر اوسه په بنو کې د دې لپاره څلور ځله پراخ احتجاج کړی دی چې حکومت دي دوی خپلو سیمو ته ستانه کړي.

کډوال دا غوښتنه او احتجاج له دې وروسته کوي چې د پاکستان پوځ او حکومت په وار وار ویلي چې د شمالي وزیرستان یو شمېر سیمې یې له وسله والو پاکې کړې دي.

XS
SM
MD
LG