د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني او عبدالله هوکړې ته نژدې شوي دي


د افغانستان د ولسمشرۍ د کاندیدانو استازي وایي چې دواړه لورې هوکړې ته نژدې شوي دي او هیله من دي چې نن (شنبه) دا هوکړه وشي.

د اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم ویاند فیض الله ‌ذکي مشال راډیو ته وویل “د توافق نامې متن نهايي شوی او دواړو ټیمونو منلی دی.”

د عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم غړي سید فاضل سانچارکي بیا مشال راډیو سره په خبرو کې وویل” دواړو کاندیدان د جمعې پر ورځ په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي او نورو شخصیتونو او دولتي چارواکو سره په غونډه کې توافق ته بیخي نږدې شول خو یوازې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د انتخاباتو د نتیجو اعلان څرنګوالي د یوه لوی اختلاف په توګه پاتې دی.”

فیض الله د سید فاضل ذکي د سانچارکي دا خبره رد کړه او وې ویل چې د انتخاباتو د نتیجو اعلان د موافقت نامې په متن کې شامل دی او دواړو لورو منلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG