د لاسرسي ځای

تازه خبر

سکاټلېنډ له بېلتونه راوګرځېدلو


پينځه پنځوست فیصده سکاټلېنډیانو د زیارت ورځې په تاریخي ټولپوښتنه کې له بریتانیې د سکاټلېنډ بېلېدل رد کړل.

د بریتانیا وزیر اعظم ډیویډ کېمرون نن «جمعې ورځ» خوشالي وښوده چې د سکاټلېنډ زیاتو خلکو په ټولپوښتنه کې له بریتانیې د جلا کېدو نظر رد کړ.

وزیر اعظم کېمرون وویل چې؛ د ټولپوښتنې نتایج ډېر څرګند ول او د اکثریت سکاټلېنډیانو راییه یې جوته کړه. له شاهي بریتانیې د سکاټلېنډ جلاکېدو تقریبا په ټوله نړۍ کې بحثونه زېږولي ول.

پينځه پنځوست فیصده سکاټلېنډیانو د زیارت ورځې په تاریخي ټولپوښتنه کې له بریتانیې د سکاټلېنډ بېلېدل رد کړل.

د سکاټلېنډ ملت پال ګوند مشر الکس سالمنډ چې د جلا کېدو پلوي کوي، خپلو لاتړو ته وویل:

[د سکاټلېنډیانو لوی اکثریت پرېکړه وکړه چې د یوه خپلواک هېواد بدلیدو ته لا نه دي تیار او ما د خلکو دا پریکړه ومنله.

زه پرټولو نورو سکاټلېنډیانو هم غږ کوم چې د خپلو خلکو پرېکړې ته درناوی وکړي.]

د بریتانیا وزیر اعظم ډيویډ کېمرون پر خپلو خلکو غږ وکړ، چې یوموټي او پرمختګ ته تیار شي.

کېمرون وویل چې؛ د سکاټلېنډ خلکو د لوي اکثریت رایې، د یوه نسل لپاره د دې سیمې د جلاکېدو پوښتنه حل کړه:

[ما د انتخاباتي کمپاین په وخت کې ویلي ول او بیا وایم چې؛ زموږ د شاهي اتحاد له پای ته رسېدو او ماتېدو سره به زما زړه مات شوی وای. زموږ د پخوانیو کارنامو او هغو پرمختګونو په خاطر چې په ګډه یې په راتلونکې کې کولای شو، نه یوازې زموږ په هېواد کې زیاتو خلکو زما په څېر احساس درلود بلکې په ټوله نړۍ کې ورته احساس موجود وو.]

د سکاټلېنډ خپلواکۍ ته د [نه] رایې په اسیايي مارکېټونو کې د بریتانوي پونډ نرخ لوړکړ او د ایرو په وړاندې یې هم ارزښت دومره لوړ شو چې په تېرو دوو کلونو کې یې ساری نه وو لیدل شوی.

که چیرې په سکاټلېنډ کې د پنجشنبې ورځې «سیپټېمبر ۱۸مه» ټولپوښتنه، د دې سیمې د خپلواکۍ په پلوي پای ته رسیدلې وای، د ۲۰۱۶ [میلادي] کال د مارچ تر میاشتې په یوه خپلواک هېواد د بدلیدو بحثونه یې پيل کول.

دې کار په ټوله نړۍ کې بیلتون غوښتونکو ته د ملاتړ پیغام ورکولای شوای.

د سکاټلېنډ خپلواکۍ د بریتانیا متحدان، په ځانګړي ډول د امریکا متحد ایالات مایوسه کول او د نړۍ د هغو دولتونو ته چې د بیلتون غوښتونکو تر فشار لاندې دي، له خطره ډک حرکت وو.

خوله ناکامۍ سره هم، دا ټولپوښتنه د وزیر اعظم کېمرون د څلورو ولسونو [انګلستان، سکاټلېنډ ، ایرلېند او وېلز] پر متحد هېواد بې اغیزې نه شي پاتې کېدلاي.

ډیويډ کېمرن تیره اونۍ د سکاټلېنډ له خلکو سره ژمنه وکړه چې که په ټولپوښتنه کې له بریتانیا جلاکېدو ته [نه] ووايي، پارلمان ته به یې د مالیې، مصارفو او ټولنیزو عوایدو په برخه کې زیات واک ورکړي.

خو د انګلستان په پارلمان کې له دې مسالې سره مخالفتونه موجود دي.

وزیر اعظم ډیویډ کېمرون وویل چې؛ په راتلونکو میاشتو کې به د سکاټلېنډ ، وېلز او شمالي ایرلېند پارلمانونو ته د زیاتو صلاحیتونو د ورکولو قوانین جوړ شي.

کېمرون ټینګار وکړ، چې د سکاټلېنډ، شمالي ایرلېنډ او وېلز پارلمانونه به هم د انګلستان د پارلمان په څېر د خپلې مالیې، عوایدو او مصارفو په اړه د رای ګیري صلاحیت ترلاسه کړي.

د بریتانیا اوسنۍ شاهي اتحادیه له انګلستان، شمالي ایرلېنډ، سکاټلېنډ او وېلزه جوړه ده.

په دې اتحادیه کې د سکاټلېنډ د برخلیک څرګندولو لپاره د سیپټېبمر ۱۸مې په ټولپوښتنه کې پینځه اتیا فیصده سکاټلېنډیانو چې د راییو ورکولو په شرایطو برابرو، ګډون کړی وو.

د سکاټلېنډ ټولو اوسیدونکو چې شپاړس کلن وو او د بریتانیا یا اروپايي اتحادیې د کوم بل هېواد تابیعت یې درلود، د رایې ورکولو حق درلود.

یوازې هغو کسانو چې په سکاټلېنډ کې زیږېدلي خو هلته نه اوسي، په ټولپوښتنه کې د ګډون اجازه نه درلوده.

XS
SM
MD
LG