د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان:په سېلاوونو کې د وژل شویو شمېر ۳۶۱ ورسېد


په پاکستان کې د بارانونو او سېلاوونو له کبله د وژل شویو شمېر۳۶۱ ته رسېدلی دی. په پنجاب کې د ناورینونو انتظام ادارې يوه چارواکي نواز خالد د جمعې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې د سېلاوونو له وجې ۲۲ لکه خلک بې کوره شوي دي او دا چې ګوجرانواله ډويژن تر ټولو زيات متاثره شوی دي.

بلخوا د موسمياتو محکمې مشر محمد رياض مشال راډيو ته وويل چې سېلاوي اوبه په سېند صوبه کې داخې شوې دي، خو هومره زور يې نشته چې په پنجاب صوبه کې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG