ولسمشرحامد کرزي وايي، افغانان غواړي چې انتخاباتي بهير ژر تر ژره بشپړ شي او راتلونکي حکومت يې په کار پيل وکړي.
ده دا خبره د چارشنبې پر ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له خاص استازي دانيل فيلډمن او په کابل کې د امريکا له سفير جېمز کنينګم سره په کتنه کې وکړه.
د ارګ له يوې خبرپاڼې سره سم ښاغلي کرزي وويل، له دې وجې د امريکا له پيله د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو په پروسه کې فعاله ونډه لرله، پکار ده چې د افغانستان په خير د دې بهير په برياليتوب کې جدي هڅه وکړي.
د افغانستان ولسمشر وويل چې د انتخاباتو بهير تر اندازې زيات اوږد شوي او د افغانستان ولس يې اندېښمن کړي دي.
په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا خاص استازي او د امريکا سفير د ولسمشرۍ د انتخاباتو په پروسه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل.