نن په کابل کې له امریکايي سفارتخاني سره نزدي ځان مرګې برید شوې چې پکې دري سرتیري وژل شوې دي.
ایساف وايي، په کابل کې له امریکايي سفارتخاني سره نزدې د هوايي ډګر پر لویه لاره د بهرنیو ځواکونو پر یوه کاروان یوه طالب ځانمرګي بریدکوونکې د ناټو درې سرتېري ووژل.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دغه برید کې نژدې ۱۳ تنه ولسيوګړي ژوبل شوي دي.