د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، نن یکشنبه له غرمې وروسته د ولسمشرۍ له نوماندانو ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې سیالو کاندیدانو، د ملي وحدت حکومت جوړېدو لپاره په خپلو خبرو کې د شویو پرمختګونو په باب ولسمشر ته معلومات ورکړل.
د جمهوري ریاست کاندیدانو هیله څرګنده کړه چې شوې موافقې به ډېر ژر د ولسمشر او د افغانستان د مخورو درنو شخصیتونو په شتوالي کې لاسلیک کړي.
ولسمشر کرزي یو ځل بیا له کاندیدانو وغوښتل چې په خپلو کې شویو موافقو ته د رسېدو لپاره، خپلې هڅې ډیر ژر نتیجې ته و رسوي. او ټینګار یې وکړ چې دی به په خپل ټول توان، موافقې ته د رسېدو بهر ګړندي کېدو لپاره د تېر په څېر خپلې هڅې کوي.