د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارسده : ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو د ورکولو بهیر دوام لري


فایل فوټو
فایل فوټو

د اتوار په ورځ د خیبر پښتونخوا په چارسده ضلع کې ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو د ورکولو یو ورځنی بهیر پیل شوی، د پولیو د څاڅکو د ورکولو پرمهال سخت امنیتي تدابیر هم نیول شوي وو.

د چارسدې ضلعې د پولیو مهم مشر ډاکټر فرهاد په دې اړه وایي :

(( چارسده ضلع کې د پولیو کیسونه نشته ، خو چارچاپیره ترې په نورو سیمو کې دا وایرس موجود دی. په مردان او پېښور کې د پولیسو پېښې مخې ته راغلي دي، نو زمونږ ماشومان هم په خطر کې دي. ))

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا د پولیو کارکونکیو ویلي وو چې که چیرې دوی ته په وخت تنخواګاني ورنکړل شوې ، نو دوی به د دغه پروسې نه انکار وکړي. بلخوا په کورمه ایجنسۍ کې هم د پولیو کارکونکیو ویلي چې حکومت ورته په وخت تنخواګاني نه ورکوي، چې له وجې یې دوی زیات مشکلات لري.

بلخوا د خیبر پښتونخوا د محکمه صحت ښځینه کارکونکو په دغه مهم کې د برخې اخیستو نه انکار کړی، دوی وایې تر څو چې حکومت د دوی غوښتنې نه وي پوره کړې تر هغې پوري به په دغه مهم کې حصه وانخلي.

په پاکستان کې د پولیو کیسونو شمیره د ۱۴۰ نه سیوا شویده چی پکی د ۱۰۰ نه زیات ماشومان د قبائیلی سیمو او خیبر پښتونخوا سره تعلق لري.

XS
SM
MD
LG