هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
د پښتو نامتو سندرغاړې ګلپاڼه وايي، چې له سندرو ویلو سره سره خپلې زدکړې هم جاري ساتي او تکل لري چې د پي اېچ ډي تر کچې لوړې زدکړې وکړي. په سوات کې د مشال راډيو له خبریال نیاز احمد خان سره په يوه ځانګړې مرکه کې هغې وویل چې په سندرو کې یې غزل خوښېږي او خوند ترې اخلي.