د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د شهیدانو اوونۍ ولمانځل شوه


د شهید اونۍ نن (سېشنبه) په کابل کې د یو شمیر چارواکو له خوا په یو لړ مراسمو سره و لمانځل شوه.

په همدې مراسمو کې دفاع وزیر بسم الله محمدي په کابل کې د مسعود د څلور لارې پر څلې د ګلونو ګیډۍ کیښودله.

د شهید اونۍ هر کال د سېپتمبر په میاشت کې د حکومت له لورې په یو لړ مراسمو سره لمانځل کیږي.

دغه نیټه د پخواني جهادي مشر احمد شاه مسعود له مړینې سره برابره ده چې سږ کال یې دیارلسم تلین دی.

ټاکل شوې، ولسمشر حامد کرزی هم نن په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې برخه واخلي او ولس ته خپله وینا واوروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG