د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار ځانمرګی برید، امنیه قومندان او دوه سرتېري وژل شوي


د افغانستان د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د امنیې قوماندان عبدالمناف په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.

دا ځانمرګی برید د یکشنبې او دوشنبې پر شپه شاوخوا نهه بجې د ارغسان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ په ودانۍ کې شوی دی.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک په دې اړه مشال راډیو ته وویل: ((د ارغستان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ دننه ځانمرګی برید شوی دی چې پکې د ارغستان ولسوالۍ امنیه قومندان او ورسره دوه تنه سرتېري په شهادت رسېدلي دي. شپږ کسه نور زخمیان شوي دي. په زخمیانو کې د څلور تنو حالت د ډاډ وړ دی.))

وسله والو طالبانو د دې پېښې پړه منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG