د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې ۱۲ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


د لغمان ولايت مطبوعاتي دفتر نه په يوه جاري شوي خبرپاڼه کې ويل شوي چې نن ( شنبه) سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د الينګار ولسوالۍ اړوند د شيخ صیب په سیمه کې پينځو تنو د دولت وسله والو مخالفينو غوښټل چې د سرک په غاړه ماين ځای په ځای کړي، چې خپل ماين ورباندې چاودلی چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور يې ټپیان شوي دي.

بل لورته هم نن شاوخوا غرمه مهال د اليشنګ ولسوالۍ اړوند د شمکټ درې په کاکړو سيمه کې د بې پيلوټه طیارې د راکټي بريد له امله د څلورو تنو قوماندانانو په ګډون اوه تنه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي.

خبرپاڼه کاږي چې دغه وسله والو مخالفينو جلسه لرله چې د سيمه ييزو پوليسو په پوستو د بريدونو پلان جوړ کړي چې مخکې له پلانه له منځه يوړل شول.

د يادو دواړو پيښو په اړه تر دې دمه رسنيو ته وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.






د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG