د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستانیو طالبانو کې اختلافات په ډاګه شو


طالب ویاند شاهدالله شاهد د خبري غونډې پر مهال
طالب ویاند شاهدالله شاهد د خبري غونډې پر مهال

تحریک طالبان پاکستان د مومند ایجنسۍ د طالبانو امیر عمر خالد خراسانی له خپلې دندې د لرې کولو او د هغه د غړیتوب د ختمولو اعلان کړی دی.

غلام غوث

پیښور: تحریک طالبان پاکستان د مومند ایجنسۍ د طالبانو امیر عمر خالد خراسانی له خپلې دندې د لرې کولو او د هغه د غړیتوب د ختمولو اعلان کړی دی.

بل پلو د مومندو د طالبانو ډلې ویاند احسان الله احسان د تحریک طالبان پاکستان د دې پرېکړې له منلو انکار کړی دی.

احسان الله احسان د دې پرېکړې په غبرګون کې به د تحریک طالبان پاکستان جمات الاحرار تر سوري لاندې له تحریک طالبان پاکستان فضل الله د ډلې د بېلېدو اعلان کړی دی.

د تحریک طالبان پاکستان د ویاند شاهد الله شاهد لخوا مشال راډیو ته د لېږل شوې خبر پاڼې له مخې د طالبانو شورا د مومند ایجنسۍ د طالبانو امیر کمانډر عبد الولي عرف عمر خالد خراسانی په دی وجه له دندې لرې کړی دی چې پر هغه په افغان طالبانو کې د لاسوهنې تورونه وو.

خبر پاڼه زیاتوي چې یوه بله وجه دا هم وه چې د عمر خالد خراسانی د احرارالهند غوندې په مشکوکو ډلو سره اړیکې وې.

شاهدا لله شاهد ویلي چې تر سلا مشورو وروسته به په مومند ایجنسۍ کې د طالبانو د نوي امیر نوم اعلان کړي خو احسان الله احسان بیا مشال راډیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د مومندو طالبان د جمات الاحرار تر نامه لاندې متحد دي او عمرخالد خراسانی د هغوی امیر دی.

احسان الله احسان ویلي چې د مولانا فضل الله په مشرۍ کې د تحریک طالبان پاکستان په بیلابیلو ډلو کې اختلافات او جګړی پیل شوې دي.

اوس پوښتنه دا ده چې په تحریک طالبان پاکستان کی رامینځ ته شوي دا نوي اختلافات به پر دې وسله واله ډله څه اغېز ولري او که نه؟

پر سیمه ژور نظرلرونکي او خبریال رحیم الله یوسفزي وویل چې ً عمر خالد خراسانی یا قاسم خراسانی یا د دوی ویاند احسان الله احسان چې کومه خبره کوي او د کوم تنظیم جماعت الاحرار ذکر کوي دا ماته یو نوی تنظیم ښکاري او دوی د تحریک طالبان پاکستان نوم هم کاروي او په پای کې یې ورسره د خپل تنظیم نوم اضافه کړی دیً.

یوسفزۍ زیاته کړه چې ً دا اوس چې دوی د یو بل د اېستلو خبره کړیده او شاهد الله شاهد وايي چی موږ عمرخالد خراسانی نه یوازې له امارته لرې کړی دی بلکې تنظیمي رکنیت مو یې هم ختم کړیدی، داسې معلومیږی چې اوس د دوی له یو بل سره مقابله ده او دوی به اوس ځان له نور ملګري ګوري او له دې سره به دوی کمزوري هم شیً.

د سیمه ییزو چارو کارپوه ډاکټر خادم حسین په دې اړه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې کله ملا فضل الله د طالبانو امیر شو نو د یادې ډلې اقتصادي چارې هغه ته حواله نه کړل شوې او له دې کبله په پاکستانیو طالبانو کې اختلافات رامینځ ته شو.

ډاکټر خادم حسېن وویل، ً له دې کبله په دې ډله کې کمزورۍ په دې شکل کې راغلې چې قمندانانو ته په وسلو رسولو او هغوی ته په ځایونو لټولو کې مشکلات راغلل او ځایي قمندانانو بیا وویل چی موږ پخپله دا عمل او اقتصادي چارې په وړاندی وړو او له هم دې کبله بېلا بېلې ډلې رامنځ ته شوېً.

احسان الله احسان دا خبره رد کړېده چې ګواکی دوی د ملا عمر په مشرۍ کې په فعال افغان طالبانو کې مداخلت کړی دی.

رحیم الله یوسفزی په دې اړه وايي چې ً د افغانستان د مهم طالب قمندانان له ملاعمر سره ملاقات نه شې کولای نوی نو د پاکستانیو طالبانو لپاره خو دا ممکنه نه ده چې له هغه سره په رابطه کې وي یا له هغه سره ملاقات وکړيً.

یوسفزي زیاته کړه چې ً زما خیال نه دی چی په دې جګړه کې به اوس افغان طالبان یا ملا عمر د یوې ډلې یا د بلې ډلې حمایت وکړیً.

XS
SM
MD
LG