د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ واک ته د رسیدو یوازینی لار د ټاکنو پایلې منل دي”


د تحول او تداوم ټیم غړی احمدضیا مسعود وايي، که د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو ترمنځ هر ډول سیاسي معامله کې د ملت غوښتنې په نظر کې ونه نیول شي دوی ته د منلو نه دي.

نوموړي نن (چارشنبه) په کابل کې خپلو پلویانو ته د غونډې پرمهال په هېواد کې واک ته د رسیدو یوازیني منطقي لار د ټاکنو د نتیجي منل وبلل:

″هرڅوک چې وغواړي په نارنجي او شنو حرکتونو سره سیاسي ثبات ګډوډ کړي بې ثباتۍ او نا امنۍ راولي او دغه تحولات چې په دغه ۱۳ کلونو منځته راغلي دي د افغانستان ملت به ورته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.″

نوموړي د ټاکنو د خپلواک کمیسیونه وغوښتل چې د انتخاباتو نتیجه پر ټاکل شوې وخت اعلان کړي.

ښاغلي مسعود د اصلاحاتو او همپالنې له ټیمه هم وغوښتل،چې د ټولو هغه حرکتونو څخه چې هېواد د بدبختۍ لورته بیا یې ډډه وکړي.

دغه څرګندونې پر داسې مهال رامنځته کیږي چې څو ورځې مخکې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم خبرداری ورکړی وو که چیرې د دوی غوښتونو ته ځواب ونه ویل شي دوی به د انتخاباتو له سیاسي بهیره ووځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG