د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عبدالله عبدالله ټیم نوی ګواښ


د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټيم ویاند سید فاضل سانچارکي
د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټيم ویاند سید فاضل سانچارکي

د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټيم یو ځل بیا ګواښ کوي چې؛ که د دې ټيم غوښتنو ته د سېشنبې ورځې تر ماسپښینه پام ونه شي؛ نو دوی به د انتخاباتو له تخنیکي او سیاسي بهیر سره پرېکون اعلان کړي.

په داسې حال کې چې د دوو انتخاباتي ټيمونو د رهبرۍ او تخنیکي ټيمونو له خوا څو ځله لیده کاته شوي؛ خو تراوسه د دواړو کاندیدانو ترمنځ داسې موافقه نه ده شوې؛ چې د خلکو اندیښنو ته ځواب ورکړي.

د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټيم یو ځل بیا ګواښ کوي چې؛ که د دې ټيم غوښتنو ته د سېشنبې ورځې تر ماسپښینه پام ونه شي؛ نو دوی به د انتخاباتو له تخنیکي او سیاسي بهیر سره پرېکون اعلان کړي.

د دې ټيم ویاند سید فاضل سانچارکي د دوشنبې پر ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ تر هغو چې د رایو واقعي تفتیش ونه شي او سیاله ډله یې په پیل شوي سیاسي پروسه کې صادقانه عمل ونه کړي؛ دوی به دواړه بهیرونه په مطلق ډول پرېږدي.

سانچارکي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هغه پریکړه هم رد او د نه منلو وړ وبلله چې ویلې یې دي؛ په راتلونکو څو ورځو کې به د انتخاباتو نتیجه اعلان کړي:

"هر ډول نتیجه چې د انتخاباتو له درغلیو ډک کمیسیون یې اعلانوي او وایي چې، په راتلونکو څو ورځو کې به دا اعلان وشي؛ موږ دا نتیجه ردوو او که تر سبا زموږ معقولو غوښتنو ته پام ونه شي موږ به دا بهیر پریږدو."

په همدې ډول سانچارکي وویل؛ د ملي وحدت حکومت هغه وخت جوړوي؛ چې په شفافه توګه پاکې او ناپاکې رایې سره جلا شي.

نوموړي وویل، د دوی ټيم د نړیوالې ټولنې په غوښتنه د مقابل ټيم سره خبرو ته حاضر شوی او که سیال ټيم یې په خبرو کې صداقت ونه لري؛ نو دا بهیر به هم ودروي.

په همدې ډول دې ټيم د هغې څه په اړه چې دوی یې په انتخاباتو کې درغلۍ بولي؛ یو ځل بیا ځینې اسناد له رسنیو سره شریک کړل.

د دې ټیم یوه غړي محمد بشیر فاروق رسنیو ته ځینې اسناد وښودل چې؛ په وینا یې په ۲۲۰۰ محلونو کې رایې پاڼې د یوه یا دوه کسانو له خوا ډکې او امضا شوي دي.

د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم د دې غوښتنو په اړه مو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نظر هم وپوښته.

د دې کمیسیون یوه غړي عزیز بختیاري په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"که د دوی غوښتنې نه وي منل شوي؛ په لومړیو وختونو کې یې باید ویلي وای چې؛ زموږ غوښتنې نه دي منل شوي او مخکې نه ځو.

اوس چې دا پروسه نزدې پای ته رسیدلي او دوی وایي، چې غوښتنې مو نه دي منل شوي؛ زه فکر کوم دا ادعا ډيره منطقي نه ده."

په ورته وخت کې تحول او تداوم انتخاباتي ټيم دا مني چې؛ تر اوسه هم په سیاسي برخه کې د ځینو اختلافي مواردو په اړه دواړه انتخاباتي ټيمونه نتیجې ته نه دي رسیدلي.

د دې ټیم ویاند طاهر زوهیر ازادي راډیو ته وویل؛ د دوشنبې په شپه هم دواړو کاندیدانو یو له بل سره ولیدل؛ خو د اجرایوي ریاست د پوست د صلاحیتونو په اړه نتیجې ته نه دي رسیدلي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په داسې حال کې د انتخاباتو له بهیرونو سره د پریکون خبره کوي؛ چې افغانان نور د انتخاباتو له ځنډه په تنګ شوي او د نتیجو د ژر اعلان غوښتنه یې کوي.

XS
SM
MD
LG