د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان نوره پوځي دیکتاتوري نشي زغملای'


د پاکستان دفاعي چارو کارپوه او پخوانى پوځي بريګيډير سيد نذير وايي، په اوسنيو شرایطو کې پاکستان د دې جوګه نه دى؛ چې پوځي ديکتاتوري وزغمي

په داسې حال کې چې د پاکستان پايتخت اسلام اباد کې د عمران خان او قادري د مظاهره چيانو او پوليسو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي؛ پاکستاني پوځ په رامنځته شوي سياسي کړکېچ تشويش ښودلى او د نواز شريف پر حکومت يې يو ځل بيا غږ کړى؛ چې سياسي کړکېچ دې ژر تر ژره د خبرو اترو له لارې هوار کړي.

په اسلام اباد کې د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ نښتې هغه مهال رامنځته شوې؛ چې د عمران خان او قادري زرګونو پلويانو د پاکستان د پارلمان او د صدراعظم د دفتر پر ودانۍ يرغل وکړ او پوليسو يې د مخنيوي لپاره له اوښکې بهوونکې ګاز او ربړي مرمۍ وکارولې، چې په ترڅ کې يې د روغتيايي چارواکيو په وينا تر دې دمه ٣ کسان مړه او د ٧١ پوليسو په ګډون ٥٦٠ کسان ټپيان شوي، چې ماشومان او مېرمنې هم پکې دي.

په اسلام اباد کې د مظاهره چيانو او د پوليسو تر اخ و ډب وروسته د يکشنبې په ورځ د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف په راولپېنډۍ کې د يو شمېر جګپوړو پوځي قومندانانو بېړنۍ غونډه راوبلله او د روان سياسي وضعيت په اړه يې خبرې وکړې.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر وايي؛ چې جنرال شريف په دې غونډه کې د اسلام اباد پر نښتو تشويش ښودلى او له حکومته يې غوښتي چې سياسي کړکېچ دې د خبرو اترو له لارې اوار کړي؛ ځکه چې د طاقت کارول به کړکېچ لا اوږد کړي.

د پاکستاني حکومت او د عمران خان ترمنځ مذاکرات تر هغې وروسته ناکام شول؛ چې د عمران خان د نواز شريف پر استعفا ټينګ ودرېد او ويې ويل، چې له استعفا پرته خبرې بې ګټې دي.

د پاکستان د سياسي چارو کارپوه شميم شاهد د عمران خان د وروستي دريځ په اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل؛ چې د هغه تر شا د هغو قوتونو لاس دى، چې نه غواړي په پاکستان کې دې جمهوريت دوام وکړي:

" زما دا خيال دى، دا چې کوم خلک راوتي دي، دوى يواځې نه دي، د هغوى تر شاه د جمهوريت هغه دشمنان هم شامل دي؛ چې هغوى همدا قسمه حالات پيدا کوي او بيا جمهوري نظام ختمېږي؛ منتخب حکومتونه ختمېږي، نو دوى يواځې نه دي، دوى په خپل ضد باندې قايم دي، عمران خان او قادري يواځې نه دي د دوى تر شاه هغه قوتونه دي؛ چې څوک په دې ملک کې جمهوري نظام نه غواړي."

نوموړي زياته کړه، چې که چيرې دې وضعيت دوام وکړ، نو د دې وېره شته چې پوځ به سياسي واګې په لاس کې واخلي.

خو د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه او پخوانى پوځي متقاعد بريګيډير سيد نذير ازادي راډيو ته وويل؛ چې په اوسنيو شرایطو کې پاکستان د دې جوګه نه دى؛ چې پوځي ديکتاتوري وزغمي او په وينا يې، چې دا به د پاکستان او پوځ دواړه لپاره زيانمن وي:

"هغوى دپاره خو حالات سم نه دي، چې پوځ به پخپله باندې حکومت لاس کې واخلي او يا مارشل لاء به ولګوي، ځکه چې دلته يو طرفته ضرب عضب اپريشن روان دى، بل طرفته په بارډر باندې انډيا سره زموږ کشاله روانه ده، بل طرف ته اندروني حالات داسې ښه نه دي، چې په هغه کې د پوځ لپاره دا موقع وي. نو دې حالاتو کې هغوى دپاره نه پکار دي، نه هغوى غواړي، دا به د ملک او پوځ دواړو دپاره نقصان ده وي."

عمران خان پر نواز شريف تور لګوي، چې په تېرو ټاکنو کې يې پراخه درغلي کړې او له غېر قانوني لارې واک ته رسېدلى.

نوموړي د نواز شريف له حکومته شپږ غوښتنې کړي، چې حکومت يې پېنځه منلي او د نواز شريف د استعفا غوښتنه ددې هېواد د اساسي قانون ضد بولي.

که يوې خوا په اسلام اباد کې د عمران خان او قادري د پلويانو او پوليسو ترمنځ نښټې روانې دي، نو له بلې خوا د سياسي چارو څآرونکى افراسياب خټک بيا د کړکېچ حل يواځې مذاکرات بولي او وايي، چې دواړه خواوې دې تاوتريخوالى بس کړي او د ديموکراسۍ د پرمختيا لپاره دې له مصلحته کار واخلي:

" يو بل ته لږه اوږه ښکته کړي، جمهوريت چې دى هغه د مصالحت په بنياد باندې چلېږي، هغې کې سړى منځ لارې ته راځي. نو بايد دا دواړه فريقين چې دي دوى دا منځ کې لاره وګوري او د ډيموکراسۍ لپاره يو بل سره مصالحت وکړي."

د يادونې وړ ده، چې د عمران خان او طاهر القادري زرګونه پلويان د اګست له ١٤مې نيټې راهيسې په اسلام اباد کې د حکومت ضد پراخې مظاهرې پيل کړې وې، چې اوس پر نښتو او اخ و ډب اوښتي او د نواز شريف د استعفا ترڅنګ د پارلمان د منحلولو او د نويو ټاکنو غوښتنه کوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG