پېښور: د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د تحریک انصاف ، عوامي تحریک او امنیتي ځواکونو تر منځ اړی ګوړی دوام لري.
د خيبر پښتونخوا سياسي مشرانو پر تحریک انصاف او عوامي تحریک نيوکې کړې دي او د هغوی په تاوتریخوالي اوښتی احتجاج یې د جمهوریت پر ضد ګام بللی دی.
د جمعیت علماء اسلام (ف) ډلې یو مهم مخکښ مشال راډیو ته وویل چې دوی په خپل ټول سیاسي ژوند کې د پولیسو دومره صبر نه دی لیدلی لکه د اسلام اباد پولیسو چې د تحریک انصاف او عوامي تحریک په وړاندې وکړ.
د عوامي نشنل ګوند ویاند بیا وايي چې د عمران خان بچي په لندن کې او د طاهرالقادري بچي په لاهور کې ناست دي او د نورو بچې یې تشدد ته ور وړاندې کړي دي.