عبدالحی کاکړ
پراګ: د پښېور د اسلامیه کالج پوهنتون مشر پروفیسر اجمل خان د پنجشنبې په ورځ د طالبان له څلور کلني بنده خوشي شو.
د نوموړي پر کور له هغه راهسې ګڼه ګوڼه ده او خلک د ده پر خوشي کېدو د روغبړ او مبارکي ورکولو لپاره ورځي.
مشال راډیو هڅه کړې چې د پروفیسر اجمل خان د څلور کلني بند یو لنډ انځور خپلو اورېدونکو ته وړاندې کړي.
عبدالحي کاکړ له نوموړي سره خبرې کړې دي او د مرکي په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي چې وسله والو طالبانو دی په سختۍ سره بندي کړی وو که نه څه ازادي یې ورکړې وه؟