اسلام اباد: د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان اعلان کړی دی چې خپل احتجاج به د ملک څلور نورو ښارونو ته غځوي.
عمران خان دا خبره د جمعې په شپه ناوخته په اسلام اباد کې د روان خپل احتجاج ګډونوالو ته په وینا کې کړې ده.
دا له هغه وروسته ده چې د تحریک انصاف او واکمن ګوند مسلم لیګ (ن) تر منځ د پارلمان مخې ته روانې احتجاجي ناستې پای ته رسولو پر سر خبرو اترو کې هیڅ پر مختګ ونه شو.
عمران خان د احتجاجي ناستې ګډونوالو ته وویل چې په کراچۍ ، لاهور ، فيصل آباد او ملتان کې به هم د حکومت پر ضد مظاهرې کوي.
د حکومت له خوا د مزاکراتي ډلې غړي اسحاق ډار د جمعې په ماښام وویل چې دوی د تحريک انصاف او عوامي تحريک نورې ټولې غوښتنې منلې دي خو د وزيراعظم د استعفی غوښتنه ځکه نه مني چې غير اييني ده.
د پاکستان تحريک انصاف او عوامي تحريک لخوا د اګست له څوارلسمې راهيسې د حکومت ضد احتجاج روان دی.