د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبرایجنسۍ: جمرود کې څلور تنه وسله وال وژل شوي


د خيبر ايجنسۍ چارواکي وايي بېګا شپه جمرود کې د ايف سي ځواک او وسله والو ترمنځ په نښته کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي زياتوي چې نښته په غونډي ملک شګه سيمه کې شوې خو تر اوسه پورې دا نه ده معلومه چې وژل شوي کسان له کومې وسله والې ډلې سره تعلق لري.

د پوليټيکل انتظاميې چارواکو نن (سېشنبه) مشال ريډيو ته وويل چې د پېښې په سيمه کې کرفيو لګول شوې او امنيتي ځواکونه د نورو وسله والو لټون کوي. تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځايي خلک وايي، د امنيت خرابېدو له وجې ځينو خلکو پېښور ته کډي کړي دي.

د جمرود يو قومي مشر ملک فيض الله جان کوکي خېل وايي، د امنيت ټينګ ساتلو لپاره له پوليټيکل انتظاميې سره مرسته کوي.

د يو بل خبر تر مخه په باجوړ کې تېره شپه د وسله والو په بريد کې د ليويز دوه سرتيري زخميان شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG