د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي؛ له دوشنبې به د افغانستان ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو د پلټنپاڼو «چېکلیسټونو» باب د پرېکړې ډاګیز بهیر پېلېږي.
هغه زیاته کړه، په دې پړاو کې د هغو درې زرو پلټنپاڼو په اړه په درې پړاونو کې پریکړې کیږي چې؛ د رایوو د پلټلو پر بنسټ رامنځ ته شوې دي.
د نوموړې په وینا، لومړی به هغه محلونه وي چې، هېڅ ډول ستونزه نه لري او د پلټنپاڼو پر بنسټ یې پړاونه بشپړ کړي. دویم پړاو به هغه محلونه وي چې رایې یې بیا شمېرنې ته تللي او ستونزې یې لرلې.
د ښاغلي نور په وینا، درېیم پړاو به د هغو رایو په اړه وي چې؛ د پلټنپاڼو معیارونه یې نه دي پوره کړي او بې اعتباره کېږي.
خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند ونه ویل چې؛ د رایو پلټنپاڼو په اړه د پرېکړو دا بهیر به څومره موده دوام وکړي.
د هغه په وینا، دا پریکړې به د دواړو کاندیدانو د استازو، نړۍوالو څارونکو او رسنیو پر وړاندې په ډاګه ترسره کېږي.
دا بهیر په داسې حال کې پیلېږي چې؛ په عین حال کې د ولسمشرۍ دویم دور انتخاباتو د رایو پلټولو بهیر هم دوام لري او د انتخاباتو خپلواک کمیسون د چارواکو په وینا تر اوسه د ورکړل شویو رایوو په سلو کې له اویاوو زیاته برخه رایې پلټل شوې دي.
بل لور د ولسمشرۍ د څوکۍ پر دواړو کاندیدانو په وروستیو څو ورځو کې له بیلا بیلو لورو فشار زیات شوی؛ چې د رایو پلټلو بهیر په چټکتیا کې همکاري زیاته کړي او همدارنګه په خپلو کې هر څومره ژر چې کیدای شي؛ د ملي وحدت حکومت پر جوړښت سلا شي.
د سپینې ماڼۍ یوې چارواکې د یکشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر براک اوباما د خبرو هغه جزیات په ډاګه کړ؛ چې د جمعې پر ورځ یې د افغانستان ولسمشرۍ څوکۍ له دواړو کاندیدانو سره جلا جلا ټیلفوني خبرې کړې وې.
د امریکا ملي امنیت شورا ویاندې "کتلین هیډین" پرون یکشنبه وویل؛ ولسمشر براک اوباما له دواړو کاندیدانو وغوښتل؛ هر څومره ژر چې ممکنه وي د ملي وحدت د حکومت پر جوړښت خبرې اترې نهايي کړي.
بل خو ا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما هم له دواړو کاندیدانو او د دوی له ملاتړو غوښتي چې؛ د رایو پلټلو بهیرچټکولو لپاره دې د انتخاباتو له خپلواک کمیسون سره همکاري زیاته کړي.
د یوناما ویاند نظیف الله سالارزي ازادي راډیو ته وویل؛ دوی تمه لري چې، دواړه کاندیدان به د ملي وحدت حکومت پر جوړښت هم په نژدې ورځو کې یوې سلا ته ورسېږي.
په عین حال کې ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې پر ورځ د ولسمشرۍ څوکۍ له دواړو کاندیدانو سره په ارګ کې خبرې وکړي او له هغوی یې غوښتل چې؛ د رایو په تفتیش کې دې له یو بل سره همکاري وکړي؛ چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم پر ټاکلي نېټه پرځای شي.
خو سره له دې هم څرګنده نه ده چې؛ تر پلټلو وروسته به د انتخاباتو نتایج څه وخت اعلان شي او ایا نوی ولسمشر به په ټاکلې نېټه لوړه پرځای کړي او کنه؟