د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران او قادري حتجاجونه دوام لري


د پاکستان تحریک انصاف او عوامي تحریک ګوندونو /احتجاجونه له هم په اسلام اباد کې دوام لري. د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پرون «اتوار» ویلي چې که نن «ګل ورځ« تر ماښامه وزیراعظم نوازشریف استعفا ورنه کړه ، نو دوی به خپله نوې تګلاره اعلان کړي.

بلخوا تیره ورځ «یکشنبه» د پاکستان یوه مرکزي وزیر خواجه سعد رفیق د پاکستان عوامي تحریک له مشر طاهر القادري سره لیدلي او هغه ته یې د مذاکراتو کولو وویل.

ټاکل شوې چې سبا «نهې ورځ» به د انتخاباتي کمیشن غونډه هم کېږي چې پکې به د پروسږ کال په عامو انتخاباتو کې د درغلیو تورونو په اړه بحث کېږي.

د دغه کمیشن پخواني مرستیال سیکرېټري افضل خان یو شخصي ټېليویژن سره د مرکې پر مهال تور پوری کړی چې د پروسږ کال په انتخاباتو کې درغلۍ شوېدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG