د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ناوړه سیاست


د ولسي حکومت او پو ځ ترمنځ د اړيکو د توازن د پرځای کولو لپاره عمران خان او قادري کارول کېږي چې دارنګ حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن) ته دا خبره ور په ياد کړي چې اصل قوت له جمهوري حکومت سره نه بلکې له پوځ سره دی.

ډيلي ټايمز ورځپاڼې په پاکستان کې د ليکوالې او ټولنيزو چارو کارکونکې فرزانه باري يوه مقاله خپره کړې ده ، په مقاله کې راغلي دي د پاکستان مرکزي سياست تل د بدلون نه خوښونکو تر غلبې لاندې پاتی شوی او يواځې د ذوالفقار علي بوټو حکومت وو چې د دغه جمود د له منځه وړلو هڅه يې کړی وه.

د ليکوالې په خبره په اصل کې بوټو د بدلون خوښونکو او نه خوښونکو ترمنځ راګېر شو چې په نتيجه کې یې نه يواځې دا چې د انقلابي بدلونونو مخه ونيول شوه بلکې ذوالفقار علي بوټو په کې ژوند هم له لاسه ورکړ.

هم له هغې وروستو ټولو سياسي ګوندونو دا خبره ومنله چې په پاکستان کې به حکومت په شريکه سره چلول کېږي يانې د رياست واک به د پوځ په لاسو کې وي او دا رنګ د ځینو مرکزي سياسي ګوندونو کنټرول به هم له پوځ سره وي او دې ته به د پوځ بي ټيويل کيږي.

د ډيلي ټايمز په مقاله کې راغلي دي د لوبې قوانين به دا وي چې هر يو سياسي ګوند به په خپل وار په حکومت کې راځي خو دا به وي چې د ولسي حکومت او پوځ ترمنځه به دغه اړيکې برقرار ساتي.

ليکواله وايي، په پاکستان کې يو شمېر سياسي ګوندونه دي چې پوځي ملاتړ لري همداراز ساده عمران خان چې سياسي بلوغت نه لري هم خپل ګوند په دغې کې شامل کړو خو مسله دا ده چې عمران خان بې صبره دی او خپل وار ته انتظار نه کوي او دغه ناوړه لوبه يې شورو کړې چې له وجې يې په دې هيواد کې سياسي امرا له چېلنجونو سره مخامخ شوي دي.

په مقاله کې راغلي دي د عمران خان او طاهرالقادري د احتجاجي ناستو تر شا اصل وجه د پوځ او ولسي حکومت ترمنځ اختلافات دي.

د پوځ او ولسي حکومت ترمنځ په دی روستيو کې په يو شمېر مسلو اختلافات رامنځ ته شوی دي. په داسې حال کې چې د حکومت سياسي واک لا هم بلوغت ته نه وو رسيدلی، د دې هېواد پخواني پوځي واکمن ته يې د محفوظې لارې له ورکولو انکار وکړ، له هند سره يې د ایسټېبليشمنټ له مرضۍ برعکس د ښو اړيکو پيل وکړ، دې ټولو خبرو پوځ غوسه کړ ځکه چې دا خبرې په پاکستان کې له رايجو اصولو سرغړونه ګڼل کېږي.

همداراز د ولسي حکومت او پو ځ ترمنځ د اړيکو د توازن د پرځای کولو لپاره عمران خان او قادري کارول کېږي چې دارنګ حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن) ته دا خبره ور په ياد کړي چې اصل قوت له جمهوري حکومت سره نه بلکې له پوځ سره دی.

په مقاله کې راغلي دي بايد چې ولسي حکومت له دې زدهکړه وکړي چې ولس ته د لومړيتوب نه ورکولو له وجې دوی د ولس ملاتړ له لاسه ورکړی دی او دارنګ د غربت، بې روزګارۍ او بد امنۍ د کمولو لپاره ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG