د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلۍ کې پاکستان تحریک انصاف استعفاوې جمع کړې


د پاکستان تحريک انصاف ډېری غړو نن د جمعې ورځ خپلې استعفاګانې د قامي اسمبلۍ سيکرټيرټ کې جمع کړې.

له رسنيو سره په خبرو کې پي ټي ای مرستیال مشر شاه محمود قريشي وويل چې د دوی ځينو غړو د قامي اسمبلۍ سيکرېټري رياض حسين ته خپلې استعفاګانې ورکړې.


د نوموړي په خبره د استعفګانو فيصله حتمي ده او په دې د بیا کتو هېڅ ګنجايش نشته.


د يادونې ده چې دا وخت د پاکستان تحريک انصاف په قامي اسمبلۍ کې ٣٤ غړي دي او د قانون او ایين له مخې که د قامي اسمبلۍ سپيکر دغه استعفاګانې منظورې کړې نو اليکشن کميشن به په دوو مياشتو کې دننه ضمني ټولټاکنې کوي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG