د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې پینځه تنه وسله وال وژل شوي


د لغمان ولایت مطبوعاتي ویاند سرحدي ځواک نن ( جمعه) سهار وختي مشال راډيو ته وويل:بېګا شپه د دغه ولايت د مرکز اړوند د کوټه تور په سیمه کې د ملي امنيت ځواکونو په يوه کمين کې څلور تنه د دولت وسله وال مخالفین وژلي او يو تن يې په ټپي حالت نيولی هم دی.

سرحدی ځواک زیاتوي چې هم نن سهار وختي د کابل، جلال اباد په لویه لاره د کاکڅ په سيمه کې وسله والو طالبانو په يوه شخصی کانتینر ډزي کړي چې د کانتينر ډريور په کې وژل شوی، يو تن په کې ټپی شوی او کانتينر په مکمله توګه سوځیدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG