د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: که وژل کېږو هم غونډې به په پارلمان کې کوو


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمد خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمد خان اڅکزی

د محمود خان اڅکزي په وینا چې دغه ډول تماشې او پټاخې دوی نشي ډارولی، او نه هم چا ته د دې تماشو اجازه ورکوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پارلمان ته نن چارشنبه په خپله وینا کې د پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک د راوتلو لاریونو پر ضد وینا وکړه او د هغوی احتجاجونه یې وغندل. نوموړي وویل، په پاکستان کې بل هېڅ پارلمان نشته که شته نو هغه دغه د ۲۰ کروړونو وګړو منتخیب پارلمان دی.

نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې چې د حکومت ضد زرګونه مظاهرچېان په اسلام اباد کې د پارليمان ودانۍ مخې ته رسېدلي دي، بېګا د پاکستان پوځ پر حکومت او اپوزیشن مشرانو غږ کړی چې سیاسي تاوتريخوالی دې په خبرو اترو هوار کړي.

محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل چې عمران خان او طاهر القادري د پارلمان غړو په ازادۍ کې مداخلت کړی، د پارلمان غړي دوه ساعته په ځنډ ځکه غونډې ته ورسېدل چې ډنډه بردار خلک د پارلمان ودانۍ مخې ته راټول ول.د نوموړي په خبره دا هم له ایینه سرغړونه ده، چې د ولس منتخیب پارلمان مخه دې خلکو ګېره کړې وي. هغه دا د قانون ضد عمل وباله.

ښاغلي اڅکزي وویل، هره اداره چې د امنیت مسولیت پر غاړه لري، باید خپل مسولیت پوره کړي. « زه واکمن نه یم نه واکمني زما کار دی. دا د امنیتي ادارو په ګډون د هغو ذمه واري ده، چې د پارلماني غړو کورونه، پارلمان ته تلونکې لارې، د پارلمان ودانۍ وژغوري، دا په پاکستان کې د ۲۰ کروړه وګړو منتخیب پارلمان دی»

د محمود خان اڅکزي په وینا چې دغه ډول تماشې او پټاخې دوی نشي ډارولی، او نه هم چا ته د دې تماشو اجازه ورکوي.

نوموړي پارلمان ته په خپله وینا کې وویل، چې یوه ټي وي چېنل یو خبر خپور کړ چې د پارلمان غړي به په فلاني هوټل کې غونډه کوي. چا چې هم دا خبر چلولی دی، دا یې د ایین ضد عمل کړی او باید حساب ورسره وشي.

ښاغلي اڅکزي زیاته کړه د پاکستان پارلمان غړي به په خپل منتخیب پارلمان کې غونډه کوي، ان دا که وژل کېږي هم. غونډه به هم دلته په پارلمان کې کېږي.

هغه عمران خان او طاهر القادري ته په اشاره وویل چې څه ډول ژبه هغوی په خپلو ویناګانو کې کارولې ده. د هغه په خبره ډېره سپکه او له اخلاقیاتو لوېدلې ژبه وه. ده وویل، تور لګول د هر چا حق دی خو د ښکنځلو او سپکو خبرو اجازه هېڅکله نه ورکوي.

محمود خان اڅکزي وویل، دوی دې دا خبره هرومرو وواوري، چې عمران خان او طاهرالقادري به په پاکستان کې په لکونه پلویان لري خو د دې پارلمان پلویان په کروړنو کې دي. او د نواز شریف له ګونده راواخلې د نورو هغو په ګډون باید ټول له پېښوره تر کوټې، له لاهوره تر کراچۍ د لکونو په شمېر کې خپل ولس راوباسي او دوی ته وښيي چې د شرافت ژبه څه ته ویل کېږي.

هغه پر پيارلماني غړو غږ وکړ، چې «موږ به دا په ډاګه وایو چې د ایین دفاع کوو. موږ د سیسټم دفاع کوو موږ جمهوریت دفاع کوو»

XS
SM
MD
LG