د لاسرسي ځای

تازه خبر

'که واک راسره شریکوې کودتا نه کوو'


'که چرته حکومت پاته کيدل غواړي نو پکار ده په ځينو مسيلو کې واک و اختيار له پوځ سره شريک کړي. خو د اژانس په خبره د پوځ د ميډيا مسيولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه'

رويټرز خبري اژانس د سرچينو له خولې وايې، د پاکستان پوځ لومړي وزير نواز شريف ته ډاډ ورکړی چې کودتا به ونکړي خو په ځواب کې پکار ده هغه په ځينو چارو کې له پوځ سره خپل واک و اختيار شريک کړي.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان تحريک انصاف او عوامي تحريک لانګ مارچونه د پارليمان د ودانی مخي ته رسېدلي او عمران خان دړکه ورکړې که چرته نواز شريف استعفی ورنکړي نو د وزيراعظم پر کور به وروخېژي.

رويټرز خبري اژانس دا رپورټ په اسلام آباد کې جوړکړی چې پکي يې د واکمن مسلم ليګ له ځينو مشرانو او د پاکستان جاسوسي ادارې له چارواکو سره خبري کړي دي.

رپورټ وايې نواز شريف دا مالومول غوښتل چې د طاهرالقادري او عمران خان د لانګ مارچونو شاته خو چرته پوځ نه دی او داسې خو نه ده چې پوځ د کودتا تياری کوي.

د اژانس په خبره د دې لپاره لومړي وزير دوه استازي د پوځ له مشر سره د سلا مشورې لپاره ورولېږل.

اژانس په حکومت کې شامل يو داسې کس له خولې خبره ليکي چې په دې اړه کره مالومات لري.

د ده په خبره دغو استازو له ځانه سره يو بد او يو ښه خبر راوړلی. ښه خبر دا وو چې پوځ به کودتا نه کوي خو بد دا وو چې که چرته حکومت پاته کيدل غواړي نو پکار ده په ځينو مسيلو کې واک و اختيار له پوځ سره شريک کړي. خو د اژانس په خبره د پوځ د ميډيا مسيولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

د رويټرز په خبره نواز شريف ښايې د وسله والو طالبانو، له هند سره د اړيکو او له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته هلته د پاکستان د رول په اړه د پوځي جنرالانو خبرو ته تسليم شي.

د نواز شريف د کابينې يوه وزير اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، په دې حالاتو کې تر ټولو لويه ماتې به نواز شريف خوري او له نن وروسته به اوس هروخت د نورو فيصلو ته غوږ ږدي.

د جاسوسي ادارې يوه پخواني مشر د نوم نه څرګندولو په شرط رويټرز ته ويلي، د روس د زار باچا غوندي زورور وزيراعظم څخه د نواز شريف حیثيت اوس يوه ډپټي کمشنر راکم کړل شوی دی.

دده په خبره نوازشريف به اوس ورځنی چلوي او هغه یعني پوځ به د افغانستان او هند غوندي مهمي چاري پر مخ وړي.

خو د لومړي وزير يوه سلاکار رويټرز خبري اژانس ته ويلي، نوازشريف اوس پخوانی نوازشريف نه دی چې محاز آرايې به يې کوله بلکه اوس يې د سياست لوړي ژوري زدکړي دي.

XS
SM
MD
LG