د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی حکومت وايي د عمران خان غوښتني غیرآییني دي


په داسې حال کې چې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او د عوامي تحريک مشر طاهر القادري اسلام اباد کې د خپلو احتجاجونو پر مهال، د پاکستان وزيراعظم نوازشريف څخه د استعفا غوښتنه کړي، حکومت ويلي چې دا غوښتنې د جمهوريت ضد دي.

د ريډيو پاکستان د يوه خبر تر مخه د اطلاعاتو وفاقي وزیر پرويز رشيد ويلي چې د عمران خان او طاهرالقادري غوښتنې نه يوازې د دوی د منختب حکومت پر ضد بلکې دا د جمهوريت خلاف دي.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرۍ د پاکستان عوامي تحريک مظاهره چيان له ۱۴ اګست راهيسې په احتجاج دي.

دوی تور لګوي چې يو کال پخوا شوو ټاکنو کې حکمران مسلم ليګ (ن) ډلې په ګټه پراخه درغلۍ شوي خو مسلم لېګ (ن) ويلي چې ټاکنې د ملي او نړيوالو څارونکو په وړاندې په ټولو معيارونو برابرې ترسره شوي وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG