د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د شمالي وزیرستان د کډوالو ستونزې


د شمالي وزيرستان بې کوره شوي خلک
د شمالي وزيرستان بې کوره شوي خلک

کراچۍ: - د وزيرستان حبیب الله د کراچۍ د کورنګۍ په سيمه کې د لرګیو د اره کولو په یو ماشین کې مزدوري کوي. هغه په دي وروستيوو کې د خپلې کورنۍ د پنځه نورو غړو سره کراچۍ ته کډه شوی. نوموړی نه یوازې د رسینو سره له خبرو کولو ډډه کوي بلکې د وزیرستان په حالاتو هم له چا سره هیڅ ډول بحث کول نه غواړي. حبيب الله مشال ريډيو ته وويل چې کله بنو کې ميشته شوو خپلوانو کډوالو سره په ټلیفون خبرې کوي نو هم له ډېر احتیاط څخه کار اخلي او تل ورسره وېره وي چې هسې نه نور خلک پرې خبر شي چې هغه د کډوال په حيث کراچۍ کې ژوند کوي.

کډوال حبیب الله وایي د سیندي ملت پالو ترڅنګ دوی له پولیسو هم ویره لري، پولیس او نور امنیتي ځواکونه يې زوروي او سیندي ملت پال هم ورته ستونزې پېښولی شي.

د حبيب الله په شان ګڼ نور د وزيرستان پښتانه چې د پوځي عملياتو له کبله کراچۍ ته تللي، ورته انديښنې لري.

د کراچۍ د کاروان علما ټرسټ په نوم د یوې غيرسرکاري ادارې مشر مفتي ضیا الاسلام وایي د شمالي وزيرستان ډير کډوالو خپله پيژندګلوي سمه نه کوي چې له وجې پرې دوی مرستې ويشلو کې ستونزه لري. هغه مشال ريډيو ته وويل: ((دوی په سهراب ګوټ، لانډي، سلطان اباد، اورنګي ټاون، سرجاني او نوروهغو ځایونو کې میشت دي چرته چې پښتانه او په تېره بیا د قبایلي سيمو خلک هستوګن دي خو دا خلک په ډېر مشکله خپله پیژندګلوي کوي او مرستې اخلي. په دوی خامخا فشارونه دي خو دا نه ده مالومه چې د چا له خوا دي.))

نوموړی زیاتوي ددوی زیاتره مرستندويه کارکوونکي ملا امامان دي او خلکو سره ښه بلد دي خو بیا هم نوي راغلي کډوال په اسانه په دوی باور نه کوي او له همدې وجې مرستو اخیستلو ته هم زړه نه ښه کوي.

د سند خاوره زمونږ میراث دی. دی داسې جنت دی چې دلته څوک راشي بیا بېرته خپلو سيمو ته نه ستنیږي. دې سره مونږ په خپله خاوره کې په اقلیت بدلیږو او همدا وجه ده چې مونږ د خپلې خاورې، ژبې او کلتور د ساتنې لپاره هر ګام اخیستو ته چمتو یو.

​په دي وروستيوو کې د سند ځينو ملت پاله ګوندونو کراچۍ ته د شمالي وزيرستان د خلکو ورتګ او مېشته کېدو سره مخالفت ښودلي. د سیندي ملت پاله ګوندونو اتحاد سیند بچایو (سيند بچ کړئ) کميټې مشر ساغر حنیف وایي د پاکستان د هرې برخې د کډوالو بوج د سیند په خاوره اچول کیږي ځکه دوي دلته د ورتلونکو کډوالو د مېشته کېدو پر ضد دي.

هغه زياتوي: ((د سند خاوره زمونږ میراث دی. دی داسې جنت دی چې دلته څوک راشي بیا بېرته خپلو سيمو ته نه ستنیږي. دې سره مونږ په خپله خاوره کې په اقلیت بدلیږو او همدا وجه ده چې مونږ د خپلې خاورې، ژبې او کلتور د ساتنې لپاره هر ګام اخیستو ته چمتو یو.))

ساغر حنیف وويل چې دوی ډېر احتجاجونه وکړل او د سیند په لور تللي سړکونه یې تر څو ورځو د کډوالو په مخ وتړل او په زرګونو کډوال یې په زور ستانه کړل خو بیا هم کډوال د اورګاډو او الوتکو د لارې کراچۍ ته ورسیدل او اوس په زرګونو خلک دغلته اوسیږي.

د يادونې وړ ده چې د ۲۰۰۸ کال او تر هغه وروسته په سوات او قبایلي سيمو کې د پوځي عملیاتو له وجې په زرګونو کورنۍ کراچۍ ته کډه شوي خو په شمالي وزیرستان کې د روان عمليات له وجې هغومره بې کوره شوي خلک د کراچۍ په لور نه دي راغلي چې لامل یې د سیندي ملت پالو احتجاجونه او ددوی په وړاندې د سیند صوبې د حکومت ناسمه رویه ښودل کیږي.

XS
SM
MD
LG