د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د عمران خان غوښتنې غير آييني او د منلو وړ نه دي."


عمران خان او د هغه د ګوند نور مشران غړي د اسلام اباد د لاريون پر مهال
عمران خان او د هغه د ګوند نور مشران غړي د اسلام اباد د لاريون پر مهال

مسلم لېګ (ن) ويلي چې ټاکنې د ملي او نړيوالو څارونکو په وړاندې په ټولو معيارونو برابرې ترسره شوي وي. وزيراعظم نوازشريف تېره هفته وويل چې د انقلاب راوستو چيغې وهونکي فساد راوستل غواړي.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرۍ د پاکستان عوامي تحريک مظاهره چيان له لاهوره بيګا اسلام اباده ته ورسيدل او د حکومت د ليري کولو لپاره احتجاج کوي. د تحريک انصاف ګوند مشرعمران خان نن خپلو پلويانو ته د خبرو په کولو په وخت يو ځل بيا د وزيراعظم نوازشريف د استعفا غوښتنه وکړه.

عمران خان خپل احتجاج ته د ازادۍ اوطاهر القادري خپل لاريون ته د انقلاب نوم ورکړی. دوی تور لګوي چې يو کال پخوا شوو ټاکنو کې حکمران مسلم ليګ (ن) ډلې په ګټه پراخه درغلۍ شوي خو مسلم لېګ (ن) ويلي چې ټاکنې د ملي او نړيوالو څارونکو په وړاندې په ټولو معيارونو برابرې ترسره شوي وي. وزيراعظم نوازشريف تېره هفته وويل چې د انقلاب راوستو چيغې وهونکي فساد راوستل غواړي.

په اوسنيو شرایطو کې پاکستان د پوځي ديکتاتورۍ زور نه شي زغملی خو که داسې وشول نو دا به د ملک لپاره ستر زيان وي.
افراسياب خټک

په دي انتخاباتو کې تحريک انصاف ګوند په خيبر پښتونخوا کې ټاکنې وګټلي او حکومت يې جوړ کړ. دي صوبه کې د اپوزيشن ګوند، عوامي نيشنل پارټۍ يو مشر او د پاکستان د سينيټ غړی، افراسياب خټک د عمران خان د وروستيو غوښتنو په اړه وايي چې دا مطالبې د پاکستان د آيين يا اساسي قانون ضد او د منلو وړ نه دي.

نوموړي زياته کړه: "عمران خان لومړی ويل چې د پارليمنټ د څلورو سيټونو اړونده حلقو کې دي درغلۍ وڅيړل شي خو بيا وروسته يې په دي غوښتنو کې نورې حلقې ورزياتې کړي. حکومت ورسره دا ومنله خو عمران خان په شا شو او اوس د وزيراعظم د استعفا غوښتنه کوي. دا غير آييني مطالبې دي. د پاکستان د آيين سره سمون نه خوري. اوس عمران خان غواړي چې حالات دومره ګډ وډ کړي چې غېر جمهوري قوتونه په سياسي چارو کې مداخله وکړي. "

د عوامي نيشنل ګوند يو مشر، افراسياب خټک
د عوامي نيشنل ګوند يو مشر، افراسياب خټک

افراسياب خټک په دې وروستيو کې د پاکستان په سياسي چارو کې د پوځ د مداخلې ګونګوسو ته په اشاره وايي چې په اوسنيو شرایطو کې پاکستان د پوځي ديکتاتورۍ زور نه شي زغملی خو د هغه په خبره که داسې وشول نو دا به د ملک لپاره ستر زيان وي.

د نواز شريف ګوند مسلم ليګ (ن) د ٢٠١٣م کال په مۍ کې د پاکستان په ټولټاکنو کې د پارليمنټ تر ټولو ډېرې چوکۍ وګټلي خو نن عمران خان اسلام اباد ته د رسېدو پر مهال له رسنيوو سره په خبرو کې د تېر کال ټاکنې جعلې وبللي او زياته يې کړه چې نوموړى به له دې ځايه د نواز شريف تر استعفا ورکولو او د يو نوي پاکستان تر جوړولو وروسته ستون شي.

XS
SM
MD
LG