د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د عمران او قادري مارچونو کاروبارونه په ټپه ودرول'


د ټول پاکستان ګاړو اتحادیې مشر خواجه مومند مشال ريډيو ته وويل چې د لاهور ښار بنديدو او آزادي مارچ له وجې د دوی په سلګونه ګاډي بند پاتې شول او پکې پراته مالونه هم خراب شوي دي.

د عمران خان او طاهر القادري اوږدو لاریونونو او د لاهور تړلو لارو د پښتونخوا د سبزيو او ميوو سوداګرو، کروندګرو او د ګاډو مالکانو «ټرانسپورټرانو» ته درانه تاونونه اړولي دي چې له دې سره له پنجابه د راوړل شوو سبزو او میوو بییې جګې ختلې دي.

د سبزيانو او ميوو سوداګرو اتحادیې د پاکستان مشر ملک سوني مشال ريډيو ته وويل چې د پاکستان تحريک انصاف او پاکستان عوامي تحريک د مارچونو له وجې دوی په ټول پاکستان کې د سبزيانو او ميوو منډيانو کې پر ۱۳م، ۱۴م او ۱۵م اګست د کاروبار بند ساتلو فيصله کړې وه خو بيا ځینې ناخبره زميندارو منډيانو ته خپل مالونه راوړې دي.

"منډيانې خلاصې دې خو کاروبار پکې بند دی. پلورل او پېرودل پکې نه کيږي. کوم مال چې له پنجاب راځي هغه دلته په خېبر پښتونخوا کې په دوچنده قيمت دی او کوم مال چې له دلته پنجاب ته ځي هغه هلته په دوچنده قيمت دی"

د ټول پاکستان ګاړو اتحادیې مشر خواجه مومند مشال ريډيو ته وويل چې د لاهور ښار بنديدو او آزادي مارچ له وجې د دوی په سلګونه ګاډي بند پاتې شول او پکې پراته مالونه هم خراب شوي دي.

"درې درې ورځې زموږ ګاډي په روډونو باندې د مالونو ډک ودريدل. له مشرقي پنجابه راتلونکې ټول ګاډي ولاړ ول، په کروړنو روپۍ نقصان د ټرانسپورټرانو وشو. الو په ۴۰ روپۍ کیلو هغه اوس په ۱۰۰ روپۍ خرڅېږي"

د خېبر پښتونخوا سوداګرو په وينا د لاهور له لارو د کنټينرو لرې کولو او د احتجاجي جلوسونو د اسلام آباد په لوري روانېدو وروستو د دوی ګاډو د نيمايي سمو او نيمايي خرابو مالونو سره حرکت شروع کړی دی او سم له سبا به د سبزيانو او ميوو په منډيانو کې کاروبار هم بيا پيل شي.

XS
SM
MD
LG