د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر ولسي مرګژوبلې د بښنې نړۍوال سازمان څېړنه ستایو'


افغان ولسمشر حامد کرزي د نړۍوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ولسيوګړو مرګژوبلې په اړه د بښنې نړۍوال سازمان د نوې څېړنې هرکلی کړی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان په تېرو پنځو کلونو کې د نړۍوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي افغانانو د لسو پېښو په باب څېړنې کړې چې پکې لږ تر لږه یو سل څلوېښت« ۱۴۰ » افغان ولسي وګړي د نړۍوالو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي. په دې کې ۵۰ ماشومان هم شامل دي.

ولسمشر کرزي د بښنې نړۍوال سازمان له پلاوي سره په خپله پرونۍ«یکشنبه» کتنه کې د دې نوې څېړنې هرکلی وکړ، او ویې ویل چې د ولسيوګړو تلفات د افغانستان او امریکا ترمینځ په اړیکو کې دناندري اصلي موضوع وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG