د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد پر لور د عمران او قادري لاریونونه


د پاکستان عوامي تحریک مشر ډاکټر طاهر القادري اعلان کړی چې د اګست پر څورالسمه نېټه به له لاهوره تر اسلام اباده انقلاب یون «مارچ» کوي.

نوموړي خپلو پلویانو ته ویلي، تر هغو دې خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړی تر څو چې د وزیراعظم نواز شریف حکومت استعفا نه وي ورکړې.

قادري دا اعلان له هغه وروسته کړی چې په دې ورستو کې پرې په لاهور کې د پولیس وژلو په تړاو مقدمه درج شوې.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم د اګست پر څوارلسمه تر اسلام اباده د اوږده یون «لانګ مارچ« کولو پرېکړه کړې ده.

بلخوا د پاکستان سرکاري راډیو نن «ګل ورځ» پر خپله ویب پاڼه خبر خپور کړی چې د اطلاعاتو وفاقي وزیر پروېز رشید ویلي چې عمران خان او طاهر القادري هېڅ ولسي ملاتړ نه لري او تحریک انصاف ګوند په هېواد کې ګډوډي رامنځته کول غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG